د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۷

د سوریې ادلیب کې پر یوه زندان هوايي حمله کې ۱۶ تنه وژل شوي


په سوریې کې د بشري حقونو د څار ډله وایي، په ادلیب ولایت کې پر یوه زندان د هوایي برید په نتیجه کې لږ ترلږه شپاړس تنه وژل شوي دي.

ادلیب ولایت د سوریې د حکومت مخالفینو په لاس کې دی.

د سوریې دولتي ځواکونو په ادلیب کې پر وسله والو مخالفینو بریدونه ډېر کړي دي.

د دې ښار شمال لوېدیځي برخې د هغو مخالفینو په لاس کې دي چې ترکیه یې ملاتړ کوي او پاته نوري سیمې د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر واک لاندې دي.

د ادلیب مرکز تر ډېره په القاعدې پوري تړلې ډلې فتح الشام جبهې لخوا کنټرولېږي.

دا ښار نه یوازي د سوریې د دولتي او روسي ځواکونو لخوا بمباري کېږي، بلکې د امریکا په مشرۍ ایتلاف هم د تندلارو اسلامپالو د ځپلو په هدف دغه ځای په نښه کوي.

د سوریې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې په ترڅ کې تر ۳۲۰ زره ډېر کسان وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG