د لاسرسي لېنکونه

عبدالرحیمزی: افغانستان د اسیا د بنستیزې پانګونې بانک غړی شو


افغانستان د اسیا د بنستیزې پانګونې بانک «AIIB» غړیتوب ترلاسه کړ.

دغه غړیتوب چین ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د سفر په لړ کې تر لاسه شوی دی.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حیمد عبدالرحیم زي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه اقدام د هېواد د اقتصادي ودې او زېربنايي پروژو د عملي کولو په برخه کې یو مهم ګام بولي.

نوموړی وايي چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي اوسمهال په چین کې دی.

«AIIB» یا د اسیا د پانګونې او زېربنا بانک اوه دیرش غړي لري چې په دوه زره پنځلسم میلادي کال کې یې د چین په نوښت فعالیت پیل کړ او تر ډېره له غړیو هېوادونو سره د بنسټیزو پروژو او قرضې په برخه کې همکاري کوي.

د اسیا د پانګونې بانک د هېوادونو د اقتصادي زېربناو د غښتلتیا لپاره کار کوي او افغان حکومت هم غواړي چې خپلې اقتصادي زېربناوي غښتلي او فعاله کړي.

XS
SM
MD
LG