د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

چارواکي: پکتیکا کې دولتي واکمني پراخه شوې ده


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، په دې وروستیو کې يې په یو شمېر هغو سیمو کې د بیارغونې پروژې پیل کړي او خلکو سره يې اړیکې ټېنګې شوي دي چې له تېرې یوې لسیزې له حکومت سره په واټن کې پاتې شوي و.

بلخوا د یاد ولایت مدني فعالان او قومي مخور هم وازېخوا، وړ ممۍ، نکه، زیړوک او د مرکز اړوند ممدخېل او خواجه خېل هغه سیمې بولي چې اوس مهال يې د ځايي ادارې سره د اوسېدونکو اړیکې ډېرې شوي او دولتي واکمني هم په کې پیاوړې شوې ده.

دوی زیاتوي، پخوا په پکتیکا کې له دې کبله ځنیې پرمختیايي پروژې مسترد کېدې چې ځايي چارواکو هغو سیمو ته لاسرسی نه لاره او د پروژو د کارونو څارنه او ساتنه يې نشوای کولای.

نن د شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت ازادي راډیو ته وویل چې دوی د خپلو فعالیتونو په لړ کې ولس سره د اړیکو ټېنګولو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

محمد الیاس وحدت زیاته کړه:

"په پکتیکا ولایت کې تر ټولو لویه ستونزه داوه چې خلک مایوسه و، خلک حکومت ته په ډېره زیاته پیامانه، نه راتلل مراجعه يې نه کوله، تر څنګ يې مسوولینو هم خپل مسؤلیت نه وو ترسره کړئ، ډېرو سیمو ته دوی نه وو تللي، نو موږ دې کار ته لومړیتوب ورکړ، هغو سیمو ته ولاړو چې په لسو کلونو کې هم څوک نه وو ورغلي او هغه خلک راغلل چې په لسو کلونو کې هم دولتي ادارو ته نه وو راغلي، ګټه يې داوه چې هلته دولتي حاکمیت ټېنګ شو، بیا رغونې ته زمینه برابره شوه، موږ هلته کارونه شروع کړل او هلته ستونزې کمې شوې."

د پکتیکا څخه د ځوانانو د پارلمان غړی بریالی جبارخېل د هغو سیمو نومونه اخلي، چې هلته په اوس وخت کې دولتي واکمني ټېنګه شوې او خلکو يې افغان حکومت سره همکاري پیل کړې ده.

بریالي جبارخېل وویل:

"ځنې لیرې پرتې ولسوالۍ چې هلته حتی د دولتي چارواکو تګ ناممکن وو، په دا اوس وخت کې موږ د دې شاهد یو چې هلته اوس پروژې پلي کېږي، وازېخوا، وړممۍ همداشان د نکې-زیړوک سړک، په برمل حتی په مرکز کې ځنې داسې سیمې لکه د ممدخېلو هغه د کانال پروژې چې وې، یا په خواجه خېلو کې د کانال پروژې دي، دا اوس وخت کې موږ ورته زیات لاسرسی لرو، پخوا به موږ څخه په یو او بل نوم پروژې بېرته تلې، یوازینۍ علت يې داوو چې زموږ مشرانو ورته لاسرسی نه لاره."

د پکتیکا یو تن قومي مخور سیدشریف اغا هم وايي چې په یاد ولایت کې د دولتي واکمنۍ د غځونې لپاره د ځايي ادارې هڅې ګټورې دي او پدې سره د ولس او حکومت تر منځ د ارتباطاتو واټن نېږدې شوی دی.

نوموړی وايي:

"اوسنی ادارې د خلکو او حکومت په منځ کې همغږي ډېره راوستلې، ډېرو لیرې لیرې ولسوالیو ته يې سفرونه وکړل، همدارنګه هغه فاصله چې پخوا د خلکو او حکومت تر منځ وه، هغه لیرې شوې او باور ډېر شوی دی."

د یادونې وړ ده، پکتیکا د افغانستان په سویل ختیځ کې تر ټولو د پراخ مساحت لرونکی ولایت دی چې ډېری وګړي يې په اقتصادي لحاظ کمزوري او له ټولنیزو پرمختګونو وروسته پاتې شوي دي.

یاد ولایت د شمالي او جنوبې وزیرستان همدارنګه د بلوچستان ایالت سره ۳۶۵ کېلومتره ګډه پوله لري.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG