د لاسرسي لېنکونه

اسلام اباد کې ۳ تنه اسلام ته په سپکاوي تورن شوي


د اسلام اباد د ترورېزم ضد محکمې درې پاکستاني بلاګ لیکونکي دین ته په سپکاوي تورن کړي دي.

دا هغه تور دی چې د پاکستان د قانون له مخې یې مجرم اعدامېږي.

پولیسو او حکومتي چارواکو وویل چې یو بلاګ لیکونکی د اسلام اباد دی او دوه تنه هم د کراچۍ دي.

د چارواکو په وینا دا کسان د تېرې اوونۍ په لومړیو کې ونیول شول.

یوه چارواکي وویل، دا تورن کسان په بند کې ساتل شوي دي او د دوی د انټرنټي هلو ځلو پلټنه شوې ده.

تر دې مخکې پنځه تنه نور په ورته تور تورن شوي وو چې له پاکستانه ووتل، هغوی ویلي و چې دوی د دې لپاره تورن شوې دي چې پر پوځي او استخباراتي ادارو یې نیوکې کولې.

XS
SM
MD
LG