د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۷

ملګري ملتونه وايي افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي


ملګري ملتونه وايي، دغه سازمان به له افغانستان سره د ثبات ټينګولو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا خبرې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتيريس پرون په نيویارک کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزير صلاح الدين رباني د سره د ليدو پر مهال وکړې.

ښاغلي ګوتيريس د دې ليدنې پر مهال وويل چې د ننګونو پر وړاندي د افغان دولت بريا د دغه سازمان له لومړيتوبونو څخه دي.

ده وويل چې ملګري ملتونه د سولې په برخه کې د افغانستان د هر اړخيزو هڅو ملاتړ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG