د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۸

د امریکا سنا د ناټو د غړيتوب لپاره د مونټي نيګرو په اړه رايې ورکوي


د امریکا سنا به راتلونکې اوونۍ د ناټو د غړيتوب لپاره د مونټي نيګرو په اړه رايې ورکوي.

دا خبره د سنا د اکثريت مشر ميچ مکونيل پرون وکړه.

د دغې ځنډېدلې موضوع په اړه د رايو خبره په داسي حال کې ده چې د ټرمپ ادارې د کانګریس له غړیو وغوښتل چې په دې اړه روانه اوونۍ ژر تر ژره اقدام وکړي.

رويټرز د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټلرسن د سنا مشرانو ته لیکلي چې ووايي، په ناټو کې د مونټي نيګرو غړيتوب د امریکا په ګټه دی.

د ناټو ټول اتويشت غړي هېوادونه باید د مونټي نیګرو غړيتوب تائيد کړي وروسته به دغه هېواد وکولای شي په رسمي توګه د دې ايتلاف برخه شي.

تر اوسه يوازي څلورو غړيو نه دی تائيد کړی.

په دې اړه رايې له مياشتو راهيسي د دوو سناتورانو راند پال او مايک لي له خوا ځنډول شوي وې چې وايي دغه نظامي ايتلاف بايد نور پراخ نشي.

مکونيل پرون اعلان وکړ چې د مارچ په اوويشتمه به پروسوي رايې واچول شي او له دې سره به ټولې سنا ته د اقدام لپاره لاره پرانيستل شي.

XS
SM
MD
LG