د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۲

چیچنیا کې وسله والو سره نښته کې ۶ روسي سرتېري وژل شوي


د روسيې خبري اژانسونه وايي، په چچنيا کې پر یوه پوځي واحد په حمله کې د روسيې ملي ګارد ځواک شپږ کسان او شپږ حمله کوونکي وژل شوي دي.

راپور وايي چې سخت دريځو نن د شپې پر دوه نيمې بجې دغه واحد ته د ننوتلو هڅه وکړه.

د روسيې تاس دولتي خبري اژانس د ملي ګارد ځواکونو د یوه استازي له قوله ويلي چې شپږ کسان د نښتې پر مهال ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

دغه استازي ويلي چې شپږ حمله کوونکي ووژل شول او وې نه کړای شو چې دغه نظامي واحد ته دننه شي.

په دې وروستيو کې دا په چچنیا کې د نښتو پر مهال دا تر ټولو زياته مرګ ژوبله ده.

دغه مسلمان اکثريت سيمه د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د حکومتي ځواکونو او جلا غوښتونکو تر منځ د دوو لويو جګړو شاهده ده.

تاوتريخوالی کم شوی دی خو په چچنیا او نورو شمالي قفقاز سیمو کې اسلامي سخت دريځي اوس هم شته.

XS
SM
MD
LG