د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۱۱

د ایرن ولسمشر د مارچ په ۲۸مه مسکو ته ځي


کریملین وایي، د ایران ولسمشر حسن روحاني به د مارچ پر ۲۷ او ۲۸ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د پوتین د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا خبره وکړه.

په اعلامیه کې راغلي چې د مارچ د اته ویشتمې په بحث کې به د پوتین او روحاني تمرکز تر ډېره د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزو اړیکو او پانګه ونې په اړه وي.

دوی به د انرژۍ او ترانسپورټي بنسټونو په برخه کې د لویو ګډو پروژو پر لارو چارو خبرې وکړي، خو په اعلامیه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

وروسته له هغه چې تهران په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره اټمي تړون لاسلیک کړ، روسیه غواړي په ایران خپل اقتصادي بنسټونه ډېر کړي.

روسیه او ایران دواړه د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د هغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو پلوي کوي، خو دواړه هېوادونه په منځني ختیځ کې د یو بل له نفوذ څخه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG