د لاسرسي لېنکونه

کندز چارواکي: د طالبانو حمله کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د وسله‎والو طالبانو په حمله کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

په شمال کې د ۸۰۸ سپن زر قومندانۍ د پولیس ویاند محفوظ الله اکبري وايي، تېره شپه وسله‎والو طالبانو د کندز ــ علي اباد په لویه لاره د کوچه قزاق په امنیتي پوستو حمله کړې ده.

ښاغلي اکبري زیاتوي، دا حمله د وسله‎والوطالبانو د نفوذي کس په واسطه چې په پوسته کې یې پهیرادري کوله په مرسته ترسره شوې ده.

چارواکي وايي چې وسله‎والو طالبانو د پولیسو مړو ته اور اچولی او ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

وسله‎والو طالبانو د پېښې مسؤلیت منلی.

XS
SM
MD
LG