د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

نشنل انترسټ: ولې امریکایان په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی؟


نشنل انترسټ خپرونې د افغانستان په اړه لیکنه په دې پوښتنې پیل کړې، ولي امریکایان په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی.

د خپرونې لیکوال ډانیل دافیس په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د امریکا د جمهوریپال ګوند د غړي او د متحدو ایالتونو د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د رئیس جان مکین او سناتور لیندسي ګراهام لیکنې ته اشاره کړې چې ویلي یې دي د افغانستان جګړه په ولاړ حالت کې ده او د دې ولاړ حالت د ختمولو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې دغه هېواد ته نور پوځیان واستول شي.

د نشنل انټرسټ د مقالې لیکوال وايي، که ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغو دوو سناتورانو سپارښتنه ومني، په نتیجه کې به یې د امریکايي پوځیانو تلفات زیات شي او د پوځیانو لېږل به ډېر مهم تغییر رانه ولي، بلکې جګړه به بې هدفه دوام وکړي.

لیکوال وايي، مکین او ګراهام په وروستیو کلونو کې څو ځلي ویلي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لاس و پښې تړلي، دوی بیا بیا ویلي چې باید افغانستان ته په سم وخت کې سم شمېر پوځیان ولېږل شي خو د دواړو سناتورانو په نظر کې یوازینۍ ستونزه دا ده چې دوی دا مسئله هېروي چې له ۲۰۰۷ څخه څو ځلې د ځواکونو شمېر زیات کړای شوی خو اغېز یې نه دی لیدل شوی.

ملیټري دات کام:

ملیټري دات کام هم د سناتورانو پر څرګندونو تبصره کړې، البته افغانستان ته د نورو امریکايي پوځیانو د لېږلو په باب نه بلکې له افغانستان څخه امریکا ته د یو شمېر افغانانو د تګ په اړه.

له یوې مودې راهیسي هغو افغان ترجمانانو ته چې له امریکايي پوځیانو سره یې کار کړی دی، د امریکا د وېزو د ورکولو په اړه بحثونه کېږي.

د امریکا د سنا جرګې د دواړو ګوندونو یو شمېر سناتورانو دغو افغان ترجمانانو ته د وېزو د ورکولو ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه په کابل کې د امریکا په سفارت کې له افغان ترجمانانو د وېزې لپاره مرکې ودرولې.

امریکايي سناتورانو په یوه مقرره کې چې «زموږ له افغان متحدانو سره پر ژمنو درېدل» نومېږي او تېره اوونۍ د سنا جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د څلورو غړیو له لوري وړاندې شوه، د ۲۵۰۰ افغانانو لپاره د نورو ویزو غوښتنه کوي.

دوی وايي، هغو افغانانو ته چې په تېرو کلونو کې یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې د وېزو ورکړه به دا پیغام ولېږي چې امریکا خپلو دوستانو ته شا نه اړوي.

XS
SM
MD
LG