د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

خوست کې خلکو د نوي کال اوله ورځ ولمانځله


د سې شنبې پر ورځ د خوست ګڼ خلک، ځوانان، ماشومان، نجونې او میرمنې ډلې-ډلې د خوست مشهورو زیارتونو لکه کوکرک ابا، متون بابا، د تڼیو ادممد، وضو ګل ابا او همدارنګه یو شمېر میله ځایونو، د پروژې باغ غونډیو، د غرونو لمنو. میلمه کوټ او فارم باغونو ته ولاړل او د نوي کال لمانځنه يې وکړه.

دوی ازادي راډيو سره خبرو کې د افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د خوست ډاډمن امنیت ته په کتو په‎دې ځای کې د خلکو لپاره مناسب میله ځایونه جوړ شي او د شته میله ځایونو بیارغونې او پاکوالي ته دې پاملرنه وشي.

د خوست ښار سویل ختیځ لوري کې فارم باغ هم د یاد ولایت د هغو میله ځایونو څخه وو چې د ځوانانو ګڼې ډلې د نوي کال د میلو لپاره په کې راټولې شوې وې.

دوه تنه خوستيو ځوانانو هر یو ننګیالي او دوست محمد د نوي کال د رارسېدو احساسات او غوښتنې راسره په‎دې توګه شریکې کړې:

"ډېر خوښ یم چې سږ د ۱۳۹۶ یم کال اوله ورځ په خیر او برکت سره پیلوو، دې ته هم خوشاله یو چې خپلې خوښۍ د سولې په فضا کې لمانځو، له دولت مو غوښتنه دا ده چې تفریحي ځایونه جوړ کړي، څو خلک په کې په ډاډمنه توګه تفریح او میلې وکړي.

-موږ دلته د نوروز د لمانځنې لپاره راغلي یو، د نورو کلونو په توپیر سره چې سږ خلک ډېر راغلي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې د تفریح لپاره ځایونه جوړ کړي، میلې ځایونه شته خو ډیری يې ليرې دي، د امنیت له نګاه څخه ورته خلک رسیده ګي نشي کولای."

په خوست کې د نوي کال د میلو لپاره ځینو کورنیو او ځوانانو میله ځایونو ته د پخلي لپاره ځانونو سره خوراکي توکي، تازه میوې او نور شیان هم وړي ول.

یو شمېر خلک د خوراکونو په برابرولو لګیا وو او ځینو بیا د موسیقۍ ډلو او د ګاډو لوډسپیکرو ته اتڼونه کول او خوښۍ يې څرګندولې.

دوه تنه خوستیو ځوانانو په خپلو خبرو کې وویل چې افغان حکومت میله ځایونو ته لازمه توجه نه ده کړې او ډېری حکومتي باغونه تر اوسه هم په هغه خراب او زیانمن حالت کې پاتې شوي دي.

دوی زیاتوي:

"زه محمداسحق د نوي کال د لمانځنې لپاره دلته راغلي یو، موږ په دې خوشاله یو چې نوی کال دلته لمانځو، که تاسو وګورئ دلته هر چا ځان سره خپل توکي راوړي، پخلي کوي او نوی کال لمانځي.

۲-زه محمدیوسف منګل د نوروز د لمانځنې لپاره د فارم باغ ته راغلي یو، خو دا ساحه مو چې ولیده ډېره مو خوښه شوه، خو افسوس دا چې دا باغونه، اوبه او ویالې دې ټولو ته هېڅ خدمت نه دی شوی، باید جوړول يې په نظر کې ونیول شي."

د نظر خاوند یوسف انتظار وايي چې په افغانستان کې د نوي کال د اولې ورځې لمانځنه د یو کلتوري ارزښت په توګه پاتې شوي او خلک يې له پخوا نه په برم او پرتم لمانځي.

په خوست کې داسې مهال سیمه وال په دې ولایت کې په سوله ییز فضاه کې د نوي کال لمانځنې ته خوشاله دي چې د دغې ورځې تر ټولو ستر مراسم د بلخ ولایت د مزارشریف د سخي صیب په زیارت کې د جنډې په پورته کولو سره ترسره شول،په یادو مراسمو کې د یو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو سربېره د نورو هېوادونو ځنو استازو هم په کې ګډون کړی وو.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG