د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

دفاع وزارت: پر داوود خان روغتون د پېچلي برید څېړنو کې پرمختګ شوی


که څه هم د کابل زړه کې د سردار داوود خان پر پوځي روغتون له وسله‎وال بریده دوه اوونۍ تیریږي خو لا هم د دغه برید په اړه ګڼې پوښتنې بې ځوابه دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغه قضیې په اړه د ګومارل شوي کمېسیون په چارو کې پرمختګ شوی خو جزئیات به یې وروسته شریک شي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغه کمېسیون چې په دې اړه مؤظف شوی دقیق کار کوي او تر کومه چې ماته معلومه ده ښه پرمختګ یې هم کړی چې په نېږدې ورځو کې به یې جزئیات شریک کړي."

وزیري: ګمارل شوی کمېسیون دقیق کار کوي .
وزیري: ګمارل شوی کمېسیون دقیق کار کوي .

یو شمېر بریدګرو د تېرکال د حوت میاشتې په ۱۸مه نېټه کې د کابل په له تر ټولو مجهز پوځي روغتون برید وکړ چې له کبله کې ۵۰ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

د دغه قضیې په اړه د حکومت له لوري د حقیقت موندنې ګومارل شوي کمېسیون تېره اوونۍ د خپلو څېړنو لومړنۍ پایلې له رسینیو سره هم شریکې کړې.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې د سردارمحمد داوود خان پر روغتون برید کې د روغتون امنیتي مسؤلینو وظیفوي غفلت کړی او هغه موټر ته‌یې چې جعلي نمبر پلېټ ‌یې درلود روغتون ته د ننوتو اجازه ورکړې ده.

که څه هم د یاد برید مسؤلیت داعش منلی وه خو یوې باوري حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې رامنځته شوي مثلث یعنې حقانې شبکې، لشکرجنګوي او داعش په ګډه دغه برید ترسره کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه خبره طالبانو اسلام‎اباد کې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره د خپلې پسرلنیو عملیاتو په اړه د کتنې پرمهال کړې ده.

تراوسه کومې خپلواکۍ او رسمي سرچینې دغه موضوع نه ده تائید کړې.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر هاشم الکوزی بیا پر سردار محمد داوود خان روغتون د حقیقت موندونکي کمېسیون کار ته د شک په سترګه ګوري.

ښاغلي الکوزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د داوود خان روغتون مسؤلین باید له څېړنو وړاندې ګوښه شوي وی چې دا کار نه‎دی شوی.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر هاشم الکوزی

نوموړی وايي:

"زموږغوښتنه دا ده هغه خلک په چې په څلورسوه بستریز روغتون کې دنده لري د هغوی مشرتابه باید عاجل له دندو څخه لېرې شي او بیا وروسته څیړنې وشي."

د ښاغلي الکوزي په خبره که څه هم حکومت په دغه قضیه کې تراوسه جدي اقدام نه‎دی کړی خو مشرانو جرګې راتلونکې اوونۍ د امنیتي بنسټونو مسؤلین جرګې ته وربللي څو په دې اړه خپل معلومات له دوی سره شریک کړي.

هاشم الکوزی وايي، له کومه چې پر سردار داوود خان روغتون برید خورا پیچلې وه او زیاته مرګ ژوبله یې لرله نو دا د ولس غوښتنه ده چې د دغې قضیې په اړه جدي اقدامات وشي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG