د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۸

زاخېلوال: ترورېزم ضد مبارزه کې به د جدي اقداماتو شاهدان یوو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوې اعلامیه کې ویلي دي چې له پاکستان سره تر وروستیو خبرو وروسته د ترورېزم پرضد مبارزه کې د پرمختګونو شاهدان یوو.

په دې اعلامیه کې د داسې مبارزې یادونه شوې ده چې له تبعیضه لېرې وي او صادقانه وي.

په اسلام‎اباد کې افغان سفیر او د ولسمشراشرف غني ځانګړي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته وویل چې هیلمن دی چې په یوې میاشتې کې به له ترورېزم سره په مبارزه کې عملي نتیجې وګورو.

په اسلام‎اباد کې افغان سفیر او د ولسمشراشرف غني ځانګړي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال
په اسلام‎اباد کې افغان سفیر او د ولسمشراشرف غني ځانګړي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال

نوموړی وايي:

"په میاشت کې دننه دننه باید چې موږ د دې میکانېزم تطبیق شروع کړو او په میاشت کې دننه- دننه لومړني جوت نتایج باید ولري، نو په داخل د یوې میاشتې کې که لومړني نتایج مثبت و نو وروستني به یې هم بیا مثبت ارزیابي کوو."

زاخېلوال دا خوشبیني د هغې درې اړخېزې غونډې د پریکړو پر بنسټ څرګندوي چې د تیرې اونۍد چهارشنبې په ورځ د لندن په کوربتوب د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان په پلاوي کې په خپل زاخېلوال برخه اخیستې وه.

افغان سفیر زیاتوي چې د لندن غونډه کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر یوه مشخص میکانېزم توافق شوی دی:

"زموږ له لوري دوی ته او د دوی له لوري موږ ته لېست راسپارل شوی. اوس باید داسې اقدامات وشي چې بل لوري ته د قناعت وړ وي د دې لپاره چې د قناعت وړ وي، نو د تصدیق یوه لنډه پروسه ده چې اقدامات قابل د تصدیق واوسي. دا لومړی ځل دی چې زموږ او دوی ترمنځ دغسې یو توافق شوی دی."

د فبروري په نولسمه نېټه د پاکستان سند ایالت کې د لال شهباز قلندر په زیارت کې چاودنې تر اتیا ډېر کسان ووژل، تر دې پېښې وروسته پاکستان افغانستان ته د ترهګرو یو لېست وسپاره او کابل اسلام‎اباد ته ورته لېست ورکړ څو دواړه لوري دا ترهګر وځپي یا یې مقابل لورې ته تسلیم کړي.

د افغانستان د حکومت چارواکو پاکستان پخوا څو ځله تورن کړی چې په خپلو ژمنو یې عمل نه‎دی کړی، په دې ترڅ کې کابل تور پورې کوي چې اسلام‎اباد ژمنه کړې وه چې طالبان به په هرحال د سولې خبرو ته راولي که نه چمتو کېږي له خپلې خاورې به یې شړي.

دا خبرې تېر کال د مې د میاشتې په ۲۲مه چې کله د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان دننه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، وځنډیدلې.

حضرت عمر زاخېلوال وایي چې نړیوال به هم دا ځل دخیل شي څو اسلام‎اباد له ترورېزم سره مبارزه کې صادقانه هلې ځلې وکړي، خو ښاغلي زاخېلوال دا خبره ازادي راډیو ته ونه کړه چې تر راتلونکې یو میاشتې به له ترهګرو سره په مبارزه کې پاکستان څه وکړي؟

XS
SM
MD
LG