د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله نوې اعلامیه کې ویلي دي چې له پاکستان سره تر وروستیو خبرو وروسته د ترورېزم پر ضد مبارزه کې د پرمختګونو شاهدان یوو.
په دې اعلامیه کې د داسې مبارزې یادونه شوې ده چې له تبعیضه لېرې وي او صادقانه وي.
ډېره موده وروسته افغانستان د پاکستان په برخه کې داسې خوشبینانه دریځ خپلوي، دا مسئله احمد شیبر په پاکستان کې د افغانستان له سفیر او د ولسمشر غني له ځانګړي سلاکار حضرت عمر زاخیلوال سره شریکه کړې ده.
ښاغلي زاخېلوال د مرکې په پیل کې له پاکستان سره د شویو پرمختګونو په اړه وویل: