د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۲

کابل کې نوروز د ګواښونو تر سیورې لاندې باراني فضا کې ولمانځل شو


په کابل کې د ۱۳۹۶ کال لومړی ورځ له باران سره پیل شوه، د نوي کال په رارسېدو کابل ښاریانو په لومړي ګام کې د سخي زیات جنډه په یو لړ مراسمو کې چې خلکو په‎کې ډېر ګډون نه وو کړی، پورته کړه.

کابل ښاریان وايي چې د امنیتي ګواښونو له کبله خلکو زړه نه‎دی ښه کړی چې په دا ډول مراسمو کې ګډون وکړي.

د کابل ښار اوسیدونکی رمضان وايي، د سخي زیارت د جنډې پورته کولو مراسم تېر کلونه په شانداره مراسمو کې ترسره کېدل خو سږ کال دغه مراسم کمرنګه دي.

څو تنه ګډونکوونکي وايي:

"د نوروز مراسم کمرنګه وو ځکه چې امنیتي ګواښونه موجود وو او خلکو ونه‎شوای کړای چې ګډون وکړي خو زه له خلکو غواړم چې په دا ډول مراسمو کې دې ګډون وکړي څو نوی کال په ښه توګه ولمانځو."

هرڅوک چې د سخي زیارت ته راځي باید څو ځایه د پولیسو له لوري تلاشي شي.

د کابل یو شمېر نور اوسیدونکو وايي، امنیتي تدابیر جدي دي خو باران د دې لامل شو چې خلک د سخي زیارت په مراسمو کې ګډون ونه‎کړي.

عبدالقدیر پیکار چې د سخي زیارت مراسمو کې یې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل:

"تاسې هوا ګورئ چې باراني ده او طبیعي خبره ده چې باراني فضا د خلکو په ګډون اغیز کوي."

په سخي زیارت کې جنډه په داسې حال کې پورته شوه چې د محرم میاشت کې یو شمېر بریدګرو په همدغه زیارت کې د شیعه‎ګانو پر مراسمو برید وکړ او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کابل د پولیسو د دریمې حوزې مشر محمد اقا خاکسار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د کابل ښار په میله ځایونو کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي او خلک کولای په ارامه زړهنوی کال ولمانځي.

نوموړی وايي:

"د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون په لارښوونه مو جدي امنیتي تدابیر نیولي هېڅوک باید په دې اړه اندیښنه ونه‎لري، خلک کولای شي میله ځایونو ته لاړ شي او نوی کال ولماځي."

په کابل کې د سخي زیارت سربیره خلک د دغه ښار یو شمېر نورو میله ځایونو ته هم راغلي چې نوی کال ولمانځي.

قرغه، باغ بالا، د وزیر محمد اکبرخان تپه او مرنجان تپه هغه میله ځایونه دي چې خلک په‎کې ډېر تر سترګو کېږي.

افغانستان په داسې حال کې نوی کال لمانځي چې له ستونزو او کړاوونو ډک کال یې شاته پریښود په تېرکال کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو سربېره ګڼو ملکي وګړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ خو هېوادوال وايي حکومت باید په روان کال کې جدي هڅې وکړي څو امنیتي ګواښونو کم شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG