د پوسټ اېنډ کوريرThe Post and Courierپه نوم خپرونې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو لينډسي ګراهام او جان مککېن یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی: موږ ولې په افغانستان کې نورو ځواکونو ته اړتیا لرو.
ګراهام او مککين په دغه مقاله کې ليکي چې د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر په ۱۱مه نېټه تروريستانو په امریکا کې درې زره ملکيان ووژل او دا په داسې حال کې وو چې دوی ته په افغانستان کې طالبانو خوندي ځايونه ورکړي وو.
په عکس العمل کې ناټو او امریکا خپل ځواکونه په افغانستان کې وګومارل چې دغه تروريستان په نخښه کړي څو افغانستان بیا هېڅ کله هم د داسې سخت دريځو ځاله نهشي.
له هغه راهیسې تر ۲۰۰۰ زياتو امریکايي ځواکونو او تر ۱۰۰۰ زياتو ناټو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
مقاله زیاتوي چې تر لسو کلونو زياته موده وشوه چې دغه جګړه روانه ده او تېره مياشت په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نيکلسن د امریکا د سنا د وسله والو خدماتو کمېټې ته وويل چې د افغانستان جګړه له بندون سره مخامخ ده.
لنډسي ګراهام او جان مککېن په خپله مقاله کې ليکلي چې د ولسمشر ټرمپ اداره باید په افغانستان کې هم له هغسې بېړې کار واخلي لکه د داعش پرضد په جګړه کې چې يې اخلي.
په پوسټ اينډ کورير کې خپره شوې دغه مقاله زياتوي چې له بده مرغه امریکا په افغانستان کې د خپل پوځ لاسونه تړلي دي او د جګړې ګټلو پرځای يې د نه بايللو هڅې پيل کړي دي.
مقاله وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو په افغانستان کې له دننه وضعيت سره لږ او د امریکايي سياست سره ډېر تړاو درلود.
مقاله لیکي چې په دې وروستيو کې د روسيې او ايران په مرسته د طالبانو حملې زیاتې شوي دي او دغه هېوادونه غواړي امریکا په افغانستان کې ماتې وخوري.
داعش غواړي افغانستان کې ځان ته خوندي ځایونه جوړ کړي. همدا راز حقاني او القاعده سخت دريځې ډلې په افغانستان کې د امریکا ګټو ته خطر پېښوي چې په دوامداره توګه په پاکستان کې له خوندي ځايو په استفاده حملې کوي او امریکايي ځواکونه وژني.
مقاله لیکي چې د افغانستان او پاکستان مخ پر خرابېدو اړيکو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.
د دې لپاره چې د دغه حالت مخه ونیول شي، دا امریکايي سناتوران سپارښتنه کوي چې امریکا باید د افغان حکومت ملاتړ وکړي څو امنیتي ادارې يې قوي شي، د خپل هېواد دفاع وکړي او د وخت په تېرېدو سره د امریکا په لږ مرسته وکولای شي د امریکا او افغانستان د ګډ دښمن مخه ونيسي.
مقاله لیکي چې د دې ملاتړ په خاطر په افغانستان کې اضافي امريکايي او ناټو ځواکونو ته اړتيا ده.
سټارز اينډ سټرايپس Stars and Stripes ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمده لارو تورخم او چمن د تړل کېدو او دې اقدام د نتايجو په اړه مقاله خپره کړې ده.
مقاله لیکي چې افغانان هغه وخت قاچاق ته اړ شول چې پاکستان د یوې مياشتې لپاره پر هر ډول سوداګرانو او مسافرو د تورخم او چمن دروازې وتړلې او په نتيجه کې د موادو بيې لوړې شوې. مقاله لیکي چې په کابل کې دوکاندارانو خلکو ته د غير قانوني ترانسپورت له لارې راوړل شويو خوراکي او نورو توکو پلورل پيل کړل.
مقاله لیکي، د سې شنبې په ورځ دروازې بېرته پرانېستل شوې او هغه څه باندې دوه زره لارۍ چې هلته بندې پاتې وې خلاصې شوې.
مقاله وايي، د لارو بندېدو له کبله هره ورځ سوداګرو ته د څلورو مليونه ډالرو زیان اووښتی دی.
مقاله لیکي چې د پاکستان سوداګرۍ ته هم زیان رسېدلی خو افغانستان هم زیانمن شوی ځکه هرکال له پاکستانه، افغانستان ته د ۲.۵ میليارده ډالرو په لګښت خوراک او نور توکي صادريږي.
مقاله زياتوي چې پاکستان له جولای مياشتې راهيسې شاوخوا شپږ لکه افغانان په زوره ايستلي دي او د دغو دروازو د تړلو له کبله د افغانستان او پاکستان اړيکې نورې هم ترينګلي شوي.