د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

چین او جاپان خپلو کې د نېږدې همکاریو ژمنه وکړه


جاپان او روسیې په خپلو کې د نېږدې همکارۍ ژمنه وکړه خو د هغو لانجمنو ټاپوګانو په اړه چې دواړه یې هېوادونه یې د ملکیت ادعا کوي، کومې موافقې ته ونه رسېدل.

د روسیې او جاپان د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په توکیو کې په یوه ورځنۍ غونډه کې په اقتصادي او امنیتي برخو کې د نېږدې همکارۍ ژمنه وکړه ترڅو په راتلونکې کې د څو هغو کوچنیو ټاپوګانو د لانجې لپاره حل لاره ومومي چې دواړه هېوادونه یې د خپلې خاورې برخه بولي.

دا ډول غونډه د ۲۰۱۳ کال د نومبر له میاشتې راهیسې نه وه شوې.

د دواړو هېوادونو دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې په خپلو کې خبرې کوي چې د شمالي کوریا له خوا د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو پرله پسې ازمیښتونو چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره سره ترسره کړي، په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.

شمالي کوریا دغه توغندي د جاپان اوبو ته ویشتي دي.

په داسې حال کې چې جاپان او روسیه د ټاپوګانو پرسر اوږده لانجه لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې لاپسې خراب شول چې جاپان هم له هغو بندیزونو سره یوځای شو چې لوېدیځ پر روسیې د اوکراین د کریمیا د الحاق او د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتونپالو د ملاتړ په خاطر لګولي دي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې ویلي چې په سیمه کې د چین مخ په زیاتېدونکي قدرت ته په پام سره د سیمه ییز ثبات لپاره مهمه ده چې دواړه هېوادونه په خپلو کې لانجې هوارې او اړیکې پیاوړې کړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدا «Fumio Kishida» له خبرو وروسته په توکیو کې خبریالانو ته وویل، دا ډېره مهمه ده چې د جاپان او روسیې ترمنځ په تېره بیا د شمالي کوریا اټمي او د میزایلو ګواښونوته په پام سره دوه اړخیزتفاهم زیات شي:

"موږ موافقه وکړه چې په کلکه له شمالي کوریا وغواړو چې له نورو لمسونکو اقداماتو لاس واخلي او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونو ته غاړه کېږدي."

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دې هېواد صدراعظم شینزو ابې به د اپریل د میاشتې په وروستیو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره وګوري.

په توکیو کې د دواړو خواو په خبرو کې د هغو لانجمنو ټاپوګانو په اړه چې روسیه يې د جنوبي کوریلز په نوم یادوي خو جاپان یې هم د ملکیت ادعا کوي او هغه د خپلې خاورې شمالي برخه بولي، کوم د پام وړ پرمختګ ونشو.

د دغو څلورو ټاپوګانو پرسرلانجه له څولسیزو راهیسې روانه ده.

دغه ټاپوګان چې د پخواني شوروي ځواکونو د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې لاندې کړي، د دواړو هېوادونو پراړیکو یې خپل سیوری غوړولی او دواړه تراوسه نه دي توانیدلي چې د دغې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په رسمي ډول په خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې جاپان سره له دې چې په دې ټاپوګانو کې د روسیې پوځي فعالیتونو ته اندېښنه لري، په غونډه کې یې په دغو ټاپوګانو کې د ګډو اقتصادي فعالیتونو یو پروګرام وړاندې کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګې لاورف وویل، مسکو هم د ګډو فعالیتونو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او هم یې د هغو جاپانیانو لپاره چې په دغو ټاپوګانو کې اوسي د سفر د اسانتیا د رامنځ ته کولو پر لاروچارو خبرې وکړې.

ویل کېږي چې په دغو ټاپوګانو کې به شااوخوا شل زره کسان اوسي.

XS
SM
MD
LG