د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

شمالي کوریا د توغندیو یو نوی قوي ماشین وازمایه


د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وایي، دې هېواد د توغندي یو نوی قوي ماشین چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون «Kim Jong Un» د توغندیو یو نوی زېږېدلی صنعت بللی او هغه‌یې ستایلی، وازمایه.

پیونګ یانګ د یکشنبې په ورځ دغه اعلان په داسې حال کې وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن «Rex Tillerson» په پیکېنګ کې له چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کولې.

له دغې ازموینې مخکې ټیلرسن خبرداری ورکړی و چې په سیمه کې کړکېچ خطرناکې اندازې ته رسېدلی دی.

هغه د شنبې په ورځ له پیکېنګ څخه د کتنې په ترڅ کې وویل چې واشنګتن به له چین سره ګډ کار وکړي چې په سیمه کې د جګړې مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن.

ټېلرسن له خپل چینایي سیال سره د شنبې په ورځ په پیکېنګ کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"موږ دغهراز نظریات په خپلو کې کې تبادله کړل او زه فکر کوم چې په دې اړه زموږ نظر او احساس یو دی چې په اوس وخت کې په دې ټاپووزمه کې کړکېچ ډېر لوړ شوی او هر څه تر خطرناکې کچې رسېدلي دي."

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس «KCNA» وویل، د دې هېواد مشر په خپله د توغندي د نوي ماشین ازموینه څارله.

کېم ټینګار وکړ چې ټوله نړۍ به ډېر ژر د دې شاهده وي چې دغه د پام وړ نننۍ ازموینه لوی بریالیتوب له ځان سره لري.

کارپوهانو ویلي چې د کېم له څرګندونو ښکاري چې دغه ازموینه به د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو یو نوی ماشین وي.

شمالي کوریا له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو د سرغړونې په ترڅ کې په وروستیو میاشتو کې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو څو او تېر کال هم دوه اټمي ازموینې ترسره کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې ختیځې اسیا ته د سفر په ترڅ کې له پیکېنګ مخکې له توکیو او سیول څخه کتنې ترسره کړې وې، د دې هېوادونو له چارواکو سره پر خبرو یې هغو اندېښنو سیوری غوړولی و چې د شمالي کوریا او د دې هېواد له‌خوا د اټمي او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پروګرامونو په تړاو ګواښونو پر سر راپورته شوي دي.

ټېلرسن یوه ورځ مخکې ویلي و چې که د پیونګ یانګ له‌خوا خطر زیات شي، پوځي اقدام د یوه انتخاب په توګه د مېز پر سر دی.

چین چې په سیمه کې د شمالي کوریا نېږدې متحد دی زړه نا زړه‌یې پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو لګول شوي بندیزونه تائید کړي، خو په کراتو کراتو یې له ښکېلو خواو غوښتنه کړې چې له زغمه کار واخلي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټویټر له لارې ویلي چې شمالي کوریا ډېر بد چلند کوي.

جنوبي کوریا او شمالي کوریا په سیمه کې له اټمي وسلو د یوې خلاصې ټاپو وزمې اعلامیه لاسلیک کړې، خو پیونګ له هغې راوروسته دغه اعلامیه له پامه غورځولې او وایي چې دا هېواد د امریکا د یرغل له ګواښ سره مخامخ دی.

متحده ایالاتو د شمالي کوریا د احتمالي حملې د مخنیوي لپاره ۲۸ زره ۵۰۰ سرتېري په جنوبي کوریا او پنځوس زره هم په جاپان کې ځای پر ځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG