د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

وريماچ: انتخابات ښايي په راتلونکي کال کې هم ونشي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، احتمال شته چې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو انتخابات په ١٣٩٦ لمريز کال کې ونه شي.

یاد کمېسیون وايي، د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې اعلان په دې پورې تړلى دى چې په دغو انتخاباتو کې به له کومې ټکنالوژۍ کار اخيستل کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ د کارونې د څرنګوالي په باب تخنيکي څېړنې روانې دي.

د پرمختللې ټکنالوژۍ د کارونې هدف په راتلونکو ټاکنو کې د شفافيت يقيني کول ښودل شوي دي.

د انتخاباتي پروسې بایومټریک کېدو لپاره یوې کمپنۍ سره خبرې پیل شوي

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رئيس امام محمد وريماچ تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، که د ټکنالوژۍ د کارونې په باب تخنيکي څېړنې ژر بشپړې نه شي، ورسره به انتخابات هم په روان ٢٠١٧ ميلادي کال کې ونه شي.

امام محمد وریماچ.
امام محمد وریماچ.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې مو تخنيکي ټيم خپله مطالعه ژر پای ته ورسوي او دولت د اړتيا وړ بودجه د «ټاکنو» کمېسيون ته ورکړي امکان لري چې دغه ټاکنې په روان ميلادي کال کې ترسره کړو، بله د امنيت مسئله ده، که دا امکانات برابر نه شي، امکان نه لري چې په روان ميلادي کال کې دا ټاکنې وکړاى شو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون تر اوسه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو دقيقه نېټه رسماً نه ده اعلان کړې، خو د دغه کمېسيون د دارالانشاء رئيس وايي، پر دې بحث روان دى چې دغه ټاکنې په راتلونکي مني کې وشي.

ارګ: راتلونکی ۱۳۹۶کال باید دولسي جرګې انتخابات تر سره شي

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکه يا اکسين وايي، له مخکې داسې نښې نښانې وې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې په راتلونکي لمريز کال کې ونه شي.

د دې شبکې رئيس جانداد سپين غر په دې باب ازادي راډيو ته وويل:

جاندان سپین غر.
جاندان سپین غر.

"لکه څنګه چې موږ مدني ټولنو او څارونکو ادارو پېشبيني کړې وه او نښې هم موجودې وې، لکه اصلاحات ډېر پڅ روان وو، حکومت هم اصلاحاتو ته لکه څنګه چې موږ تمه درلوده سياسي اراده نه ښودله؛ امنيتي وضعيت خراب شو، دا ډېره څرګنده وه چې کمېسيون نه شي کولاى راتلونکى کال دغه انتخابات وکړي."

د قانون له مخې، د ولسي جرګې انتخابات بايد د ١٣٩۴ کال په پسرلي کې شوي واى، خو دغه ټاکنې وځنډېدې او حکومت د ولسي جرګې له غړیو غوښتنه وکړه چې خپل کار ته ادامه ورکړي.

ځينې وکيلان او متخصصان د ولسي جرګې د کار دوام له اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼي.

څو مياشتې مخکې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکايتونو کمېسيونونو لپاره نوې څېرې د کمېشنرانو په توګه وټاکل شوې؛ دغه اقدام د افغانستان په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو يوه هڅه ګڼل کېږي.

د انتخاباتو په وړاندې مالي ستونزې او ناامني هم لوى چلينجونه ګڼل شوي دي.

XS
SM
MD
LG