د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

طالبانو هرات کې د یوه ځوان یو لاس او پښه پرې کړې


طالبانو هرات کې د یوه ځوان یو لاس او پښه پرې کړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

طالبانو د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د کوهستاناتو په سیمه کې د یو ځوان یو لاس او پښه پریکړې ده. په هرات کې دغه ځوان شاوخوا دوه میاشتې د وسله والو طالبانو سره و، د نوموړي خپلوان وايي، د سپین ږیرو او مخورو هلو ځلو هم ونه شو کړای چې یاد کس د طالبانو له ولکې وژغوري. په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د صحرایي محکمو شتون د اندیښنې وړ بولي. د دغه ولایت د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون رئیس سید عبدالقادر رحیمي وايي، د صحرایي محکمو شتون د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ته د منلو وړ نه دی. ویډیو شاپور صابر او ایډیټ ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG