د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

ماښام خټک: په تکل کې طنز وي، خو هر طنز تکل نه دى


ماښام خټک
ماښام خټک

ماښام خټک شاعر، کيسه ليکوال او تکلوال دى چې له خپلې کورنۍ سره له اوږدې مودې په کراچۍ کې ژوند کوي.

ښاغلى ماښام د مسلک له پلوه قانونپوه "مدافع وکيل" دى خو د ژوند زياته برخه يې په ليکوالۍ او شاعرۍ کې تېرېږي، تراوسه يې ۱۲منظوم او منثور اثار خپاره شوي دي.

ماښام خټک د لنډې کيسې ترڅنګ تکلونه هم زيات ليکي او د تکل ليکلو پر تخنيک يې يو څېړنيز اثر هم ليکلى دى.

دى وايي، تکل يو ډېر خوندور ژانر دى، خو وايي پښتو کې ورته ځکه کمه توجه شوې ده چې ډېر ليکوال د تکل او مضمون تر منځ توپير نه شي کولاى.

له ماښام خټک سره زموږ همکار بارکوال مياخېل کراچۍ کې د «تکل» په اړه تفصيلي مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:35 0:00

XS
SM
MD
LG