د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

ملي آرمان: د تروریستانو جنګي ماشین به له کاره ولوېږي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ تر ډېره له ترورېزم سره د جګړې او په افغانستان کې د جنګ د فتوا په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي.

ملي آرمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د تروریستانو جنګي ماشین به له کاره ولوېږي.

په سرمقاله کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لارښوونه کړې چې د تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره دې د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې شي.

سرمقاله لیکونکی وایي چې تېرو کلونو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره ډېر ګټور تمام شوي چې ښه بیلګه یې د سرمقاله لیکونکي په خبره د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعده او طالبانو د یو شمېر مشرانو وژل کېدل دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د ترهګرۍ او د ترهګرو ډلو د ملاتړو پرضد د امریکا پالیسي بدلون مومي.

په سرمقاله کې راغلي چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو یو ځل بیا له خپل حکومته غوښتي چې پاکستان دې د ترهګرۍ ملاتړی هېواد معرفي شي.

سرمقاله لیکونکي د امریکا د کانګرس د ځینو غړو په حواله ویلي چې پاکستان په ښکاره د تروریستي ډلو ملاتړ کوي او امریکا باید پرې سترګې پټې نه کړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي چې نور د پاکستان مکاري دوام نه کوي او اوس له سخت حالت سره مخامخ شوي دی.

اصلاح ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې افغانستان کې د جهاد فتوا له افغانانو سره ظلم دی.

په مطلب کې د افغانستان د علماوو شورا د رئیس قیام الدین کشاف له قوله راغلي چې افغانان له بې رحمه، مکار او غدار دښمن سره مخامخ دي.

په مطلب کې د ښاغلي کشاف په حواله راغلي چې افغانستان کې د جهاد فتوا له اسلامه نا خبره خلک ورکوي او دوی د افغانستان دښمنان دي.

او ویسا ورځپاڼې هم په همدې اړه یو مطلب خپور کړی او د افغانستان د علماوو شورا د رئیس له قوله یې ویلي چې له اسلام نه نا خبره ملایان په افغانستان کې د جګړې فتوا ورکوي.

په مطلب کې د مولوي قیام الدین کشاف په حواله راغلي چې افغانان مسلمانان دي، په افغانستان کې اسلامي اوامر حاکم دي او جګړه په دې هېواد کې جواز نه لري.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG