د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین وايي چې دغه ولایت ته د مرکزي ادارې لهخوا امنیه قوماندان د شخصي ګټو لپاره استول کېږي نه د خدمت لپاره.
ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان لپاره په تېر یوه کال کې ۷ امنیه قوماندانان ټاکل شوي چې د یوه قوماندان په ټاکلو کې هم له موږ سره مشوره نهده شوې.
نوموړی وايي چې دغه ولایت لا اوس هم د سقوط له ګواښ سره مخ دی او افغان ځواکونو له تېرو اوو میاشتو راهیسې کوم پرمختګ نهدی کړی.
ښاغلي حقمل زیاته کړه:
"ارزګان ته قوماندان داسې په خیالي ډول سره راځي، صرف د خپل جېب ډکولو په هدف، دوی میاشتې تېرې کړي او د پولیسو معاشونه هم له ځانه سره یوسي، بیا بل راستول کېږي، ارزګانیان په سرو وینو کې لغړي، دوی تجارت راباندې پیل کړی دی."
حقمل له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د ارزګان د امنیتي وضعیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
له دې سره ارزګان کې مدني فعالان هم ورته څرګندونې لري.
د مدنې ټولنې مسؤل جاوید خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه په خپل منځ کې پوره همغږي نهلري نو ځکه پرمختګ نهشي کولای.
ښاغلی خپلواک وايي:
"ارزګان کې ټول ښوونځي تړلي او د طالبانو په محکمو بدلې شوي، د ټولو ولسوالیو لارې تړلي له تېرو اوو میاشتو راهیسې خلک د ولایت د سقوط وېره لري."
دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په وینا څه باندې اووه میاشتې کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو ارزګان کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي خو وسلهوال طالبان لا اوس هم د ترینکوټ ښار ته په دوه کېلو مترۍ کې دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د ولایتي شورا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې ارزګان زموږ په لومړيتوبونو کې دی او کوم امنیه قوماندان چې موږ ټاکلی د دغه ولایت د استازو په خوښه مو ټاکلی دی.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې دغلته د امنیت برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"د کورنیو چارو وزارت تل کوښښ کړی چې دغه ولایت کې امنیتي ستونزې حل کړي او خلک په هوساینې سره خپل روزمره ژوند تېر کړي."
د یادونې وړ ده چې د ارزګان ولایت شااوخوا ۹۰ سلنه خاوره لا اوس هم د مسؤلینو په خبره د وسلهوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده.
راپور: شریفالله شرافت