د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

سرخط: د ښاغلي نور هرڅه چې په زړه و، په خوله یې راوړل


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر سردار محمد داوو خان روغتون د تېرې چهارشنبې د ورځې د برید او دغه شان د اجرائیه رئیس په اړه د بلخ د والي د وروستیو تُندو څرګندونو په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسي جرګې پرون پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په اړه بحث درلود او زیاترو وکیلانو د امنیتي مسؤلینو پر بې کفایتۍ ټینګار کاوه او اوس یې پرېکړه دا ده چې استېضاح یې کړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، د کابل بریدونه په تېره بیا د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید له ورایه په دې ګواه دی چې نه مو په کشفي ارګانونو کې شیمه شته او نه په نورو امنیتي ځواکونو کې.

د سرمقاله لیکونکي په باور، امنیتي ستونزه ډېره جدي ده، خو د ده په خبره دغه ستونزه د مسؤلینو په استيضاح او ګوښه کېدو نشي حل کېدلای، بلکې رېښې یې په ټوله کې د نظام له څرنګوالي او روانې بدمرغې جګړې سره تړلې دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د همدې موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا برید د مخالفینو د دایمي ځای پرځای شویو کسانو یا په مهمو ادارو کې د نفوذي کسانو له خوا شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي، پر روغتون برید ته له ډېره وخته تیاری نیول شوی و او د برید تر شا ګڼ لاسونه دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

د ملي امنیت ادارې ته به ګرانه وي چې په مهمو ادارو کې د مخالفینو د نفوذي کسانو څرک ولګوي، خو په خبره یې دا د دوی ستر او ځنډ نه منونکی مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د اجرائیه رئیس په وړاندې د بلخ د والي د وروستيو تُندو څرګندونو په اړه په یو مطلب کې لیکلي:

عطا محمد نور وايي چې عبدالله عبدالله یو معامله ګر انسان دی او تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې یې له نوموړي څخه ملاتړ خپله لویه سیاسي تېروتنه وګڼله.

په مطلب راغلي چې ښاغلي نور دغه څرګندونې پرون په بلخ کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین په غونډه کې کړې دي.

په مطلب کې د ښاغلي نور په حواله دا هم راغلي چې عبدالله عبدالله یوازې د خپلې چوکۍ په غم کې دی او خپله چوکۍ ساتي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، عطا محمد نور هرهغه څه چې په زړه یې ول په خوله یې راوړل.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې عطا محمد نور په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله قوی ملاتړی و او بې له شکه چې په دې ملاتړ کې یې ګتې هم نغښتې وې خو کله یې چې ملاتړ نتیجه ورنه کړه ورنه یې لاس واخیست او په شا شو.

په سرمقاله کې دا هم راغلي، وروسته تر دې چې د ولسمشریزو ټاکو پایلې جنجالي شوي عبدالله عبدالله غوښتل چې له دې معاملې انصراف وکړي خو د سرمقاله لیکونکي په وینا نور پرېنښود چې شاته شي او د ده شخصي ګټې زیانمې کړي.

سرمقاله لیکونکي د عطا محمد نور خبري د عبدالله عبدالله لپاره په حزبي او سیاسي ډګر کې د خطر زنګ بللی او ویلي یې چې، دا به د اجرائیه رئیس موقف له ابهام سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG