ولسمشر محمد اشرف غني په بشپړه توګه د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په لهمنځه وړلو او د کانکور ازموینې پر شفافیت ټینګار کړی دی.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینهپال وايي، ولسمشر اشرف غني پرون له والیانو سره په وېډیويي کنفرانس کې له هغوی وغوښتل چې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د تطبیق او د کانکور د شفافیت لپاره په جدي ډول کار وکړي.
د افغانستان له ۳۴ والیانو سره په دې وېډیويي کنفرانس کې اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر سیاسي سلاکار نجیبالله مجددي، د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز او د لوړو زدهکړو وزیرې فریده مهمند هم ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزیر وویل چې د پولیو ضد کمپاین په تېرو دوو کلونو کې له بریالیتوبونو او ستونزو سره مل وو.
د فیروزالدین فیروز په خبره په تېر میلادي کال کې د افغانستان ختیځ کې د پولیو یا ګوزڼ ۱۳ موارده ثبت شوي دي.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو له بېرته ستنېدو سره به په ۴۷ ولسوالیو کې د پولیو د پیدا کېدو خطر زیات شي.
د نړیوال روغتیايي سازمان په وینا دا مهال یوازې افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هېوادونه دي چې پولیو یا ګوزڼ ناروغي پهکې موجوده ده.
له والیانو سره په پروني وېډیويي کنفرانس کې د لوړو زدهکړو وزیرې ویلي چې راتلونکي کال به د کانکور په ازموینه کې له بایومټریک سیستمه ګټه واخیستل شي چې د دې پروسې شفافیت تضمین شي.
امین: بایومټریک سیسټم سره به کانکور کې د درغلیو مخه ونیول شي
د جمهوري ریاست مقامات وايي، ولسمشر محمد اشرف غني پر والیانو غږ کړی دی چې د کانکور په ازموینه کې د غیر مسؤله اشخاصو د لاسوهنې مخه ونیسي.