د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

نیویارک ټایمز: واشنګټن ولې د افغانستان جګړه له پامه غورځولې؟


نیویارک ټایمز ورځپاڼې او ریلییف وېب انلاین خپرونې په افغانستان کې د روانې جګړې او د ښځو د حقونو پر مسئلې لیکنې چاپ کړي دي.

لومړی په افغانستان کې د نه پای ته رسېدونکې جګړې تر سرلیک لاندې د نیویارک ټایمز مقالې ته ځغلنده کتنه کوو.

لیکوال یادونه کوي چې افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه هېره شوې او استدلال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه د لوړې په مراسمو او نه هم د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته په خپله لومړنۍ وینا کې ان د افغانستان نوم هم وانه خېست.

د لیکوال په باور ډونالډ ټرمپ چې اوس د امریکايي ځواکونو اعلی قوماندان دی، ګومان کېږي له مخکې یې د افغانستان د جګړې په اړه ټول فکرونه کړي او وروسته ورته رسیدګي کوي.

خو لیکوال له افغان ولسمشر سره د ټرمپ هغو ټیلیفوني مکالمو ته چې د لوړې له مراسمو مخکې او وروسته یې کړي اشاره کړې چې د یو شمېر افغان کتونکو له لوري هیله بخښونکې بلل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ خپل افغان سیال ته په امنيتي او اقتصادي برخو کې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

لیکوال وړاندې په افغانستان کې د امریکا د جګړې نیمګړتیاوو او ستونزو ته اشاره کړې او یوه اساسي پوښتنه یې په دې ډول چې ولې واشنګټن د افغانستان جګړه له پامه غورځولې، راپورته کړې ده؟

لیکوال دې پوښتنې ته په خپله داسې ځواب ورکوي چې د ده په باور د بودجې د کسر او د وسلو پر پیرلو له حده زیاتو لګښتونو ته په پام سره د ملي امنیت د دستګاه غړیو جګړه د یوه عادي حالت په توګه منلې ده.

لیکوال د مقالې په پای کې دې نتیجې ته رسیدلی چې په واشنګټن کې جګړه زغمل شوې په داسې شکل چې له احتمالي ژر پای ته رسېدو مخکې هغه د مدیریت وړ ده.

ریلییف ویب انلاین خپرونې افغانستان کې د جندر یا جنسیت پر موضوع تمرکز کړی او لیکوال استدلال کوي چې د جنسیت اصطلاح یوازې د ښځو د حقونو پر کلمې پورې محدودول په خپله یوه ستونزه ده.

د لیکوال په باور په هماغه اندازه د ښځو د حقونو برخه کې د سړو د رول له پامه غورځول هم ستونزې راپورته کوي.

د ریلییف وېب انلاین خپرونې په لیکنه د جنسیت اصطلاح په واقعیت کې د ښځو او سړو پر رول څرخي او دا چې هغه یوازې د ښځو او د هغوی پر حقونو پورې غوټه شي، د جنسیتي مساواتو د عملي کولو برخه کې د سړو او هلکانو ونډه له پامه غورځول کېږي.

لیکوال داسې نتیجه اخلي چې د دغې ستونزې د هواري او د ښځو د حقونو د تأمین لپاره اړتیا ده چې د ښځو د شریکانو په توګه د سړو او هلکانو د جنسیتي مساواتو ایجادول په پام کې ونیول شي.

لیکوال همدارنګه یادونه کوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مختلفو بڼو په اړه دې د کورنیو غړیو ته لارښونه وشي او معلومات ورکړل شي څو هغوی یقیني شي چې دغسې اعمال له دیني او فرهنګي اړخه په هېڅ وجه افغانستان کې ځای نه لري.

XS
SM
MD
LG