د نړیوالو او حقوقي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان حکومت دا شکایت لیک څه ناوخته خو مهم مثبت کار بولي.
سید خالد سادات په دې باور دی چې له دې وروسته د افغان حکومت لا زیات کار پاتې او هغه دا چې باید په سم ډول د خپل شکایت لیک دفاع وکړای شي.
زموږ همکار یوسف ځدراڼ د نړیوالو حقوقي چارو کارپوه سید خالد سادات د مرکې په پیل کې پوښتلی چې د افغان حکومت دې ګام ته په کوم نظر کتل کېدای شي: