د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

دانش: یو شمېر دیني مرکزونه ماشومان ترورېستي فعالیتونو ته هڅوي


په افغانستان کې ماشومان د وسله‌والو طالبانو د فعالیتونو یوه برخه پر مخ وړي.

د کورنیو چارو وزارت د دې مطلب په څرګندولو سره اندېښنه وښوده چې له ماشومانو څخه په ترورېستي حملو کې ګټه اخیستل کېږي او وايي، د دغه ډول څو پېښو شاهدان پاتې شوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دیني زده‌کړو یو شمېر مرکزونه ماشومان تشویقوي چې ترورېستي ډلو سره یوځای شي، خو نوموړي په دې برخه کې د کوم ځانګړي مرکز نوم وانه‌خیست.

نجیب دانش.
نجیب دانش.

نوموړي زیاته کړه:

"څو موارد لرو چې د افغانستان دښمنانو له ماشومانو او نویو ځوانانو څخه په ترورېستي حملو کې ګټه اخیستې ده، دا ماشومان په یو شمېر دیني مرکزونو کې تشویقېږي او د ترورېستي حملو په برخه کې ورته زمینه سازي کېږي چې دا واقعاً یوه جدي موضوع ده چې موږ يې اندېښمن کړي یو."

د ماشوم کلمه عموماً د ۱۸ کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکي انسان ته استعمالېږي او له دې وړاندې هم له ماشومانو څخه په ترورېستي حملو او د کورني امنیت په وړاندې د جرمونو د ترسره کولو په اړه اندېښنه ښودل شوې وه.

بشري حقونه: له ماشومانو په جګړو کې کار اخیستل بشري جنایت دی

د کورنیو چارو وزارت له دې مخکې ورته پېښې تائيد کړې وې او په دې برخه کې يې د ماشومانو د نیولو خبر ورکړی وو او په دې وزارت کې داسې دوسیې هم ثبت شوي چې ماشومانو د ترورېستي حملو له ترسره کولو مخکې امنیتي ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړي دي.

همدا اوس د عدلیې وزارت د ماشومانو د اصلاح او تربیت په مرکز کې له ۱۶۰ تنو هغه ماشومانو څخه ساتنه کېږي چې د کورني امنیت په وړاندې د جرمونو په تور نیول شوي دي.

د عدليې وزارت ویاند امان ریاضت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دغو ماشومانو یو شمېر يې په ترورېستي حملو کې د لاس لرلو په تور د اصلاح او تربیت په دې مرکز کې موجود دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ماشومانو د اصلاح او تربیت په مرکزونو کې یو ۱۶۶ هغه ماشومان چې د داخلي او بهرني امنیت په وړاندې په جرمونو تورن او محکوم دي پراته دي چې له ډلې يې ۲۸ په ننګرهار او اتلس ماشومان په کابل کې د قانون ماتولو په تور په دغه مراکزو کې موجود دي."

طالبانو وړاندې ویلي وو چې په خپلو لیکو کې ماشومانو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي چې د دغو ماشومانو زیات شمېر يې د پاکستان د دیني زده‌کړو مرکزونو کې د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره یوځای کېږي.

د دغه وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد ازادي راډیو ته د دې تر څنګ په کورنیو غږ وکړ چې د پاکستان دیني مدرسو ته د خپلو ماشومانو له استولو ډډه وکړي.

د ده په خبره اوس‌مهال د افغانستان د دیني زده‌کړو مرکزونه د پاکستان د دیني مرکزونو څخه ډېر مجهز او باکیفیته دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG