د فراه ولايت چارواکي هغه راپورونه نه مني چې په بالابلوک ولسوالۍ کې دې ملکيان په بمبارۍ کې وژل شوي وي.
دوى وايي اته ملکيان هغه وخت ووژل شول چې موټر يې پر يوه ښخ کړي ماين وربرابر شو.
په پېښه کې ٢٠ تنه نور کسان ټپيان شوي دي.
د والي وياند وايي د پېښې د نورې څېړنې لپاره يوه کمېټه ګمارل شوې ده.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له ناصر مهري څخه پوښتنه کړې، چې پېښه څنګه شوې ده؟