د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د پاکستان تصویب پلانونه: قبایل به خېبر پښتونخوا ایالت کې مدغم شي


د پاکستان کابینې له افغانستان سره پر پوله د پرتو قبایلي سیمو په اړه د اصلاحاتو پلانونه تصویب کړل.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار او د حکومت د اصلاحاتو د کمېټې مشر سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ د کابینې تر پریکړې وروسته اسلام‎اباد کې خبریالانو ته وویل چې دغه اصلاحات به د پنځو کلونو په ترڅ کې عملي او قبایلي سیمې به په ګاونډي خېبر پښتونخوا ایالت کې مدغم شي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار او د حکومت د اصلاحاتو د کمېټې مشر سرتاج عزیز
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار او د حکومت د اصلاحاتو د کمېټې مشر سرتاج عزیز

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پنجشنبې په ورځ د کابینې غونډه کې ویلي چې غواړي دغه قبایلي سیمې د پاکستان سیاسي بهیر ته ورګډې شي څو د ده په وینا د دغو قبایلو محرومیت له منځه یوسي.

په‎دې اقدام سره به د دغې سیمې فدرال واکمني ختمه او د پاکستان د ملي محاکمو صلاحیت به ور وغځول شي.

په‎دې اصلاحاتو کې ۲۴ عمده ټکي دي چې هغو کې دغو سیمو ته د پاکستان د ملي محاکمو د صلاحیتونو غځول، د قبایلي سیمو لپاره د پارلماني نمایندګۍ جوړول او د هغو ډله ییزو مجازاتو د قوانینو ختمول شامل دي چې د بریتانیا د استعمار دورې راهیسې هلته نافذ دي.

د دغې سیمې په اوو قبایلي اېجنسیو لکه باجوړ، خېبر، کورمه، مهمند، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او اورکزیو کې شاوخوا اته میلیونه وګړي ژوند کوي چې اکثره پښتانه دي.

دغه پښتون میشتې سیمې نیمه خپلواکې دي او له اسلام‎اباد سره یې ښې اړیکې پاللي دي.

د دغو سیمو ځینو قومي مشرانو له اوږدې مودې راهیسې د اصلاحاتو غوښتنه کوله ځکه د دوی په خبره روان وضعیت بې‎وزلۍ او تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده.

خو یو شمېر د پاکستان د پښتنو ملتپاله ګوندونو د پاکستان د کابینې دغه اعلان اندیښمن کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د قبایلو د اصلاحاتو په اړه د پاکستان د کابینې پریکړه مبهمه بللې او ویلي یې دي چې په‎دې اړه به تر سلا مشورو وروسته غبرګون وښیي، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي سناتور عثمان کاکړ تېر ماښام د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د قبایلو د اصلاحاتو په اړه د کابیني پریکړه له پښتنو سره دښمني ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي سناتور عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي سناتور عثمان کاکړ

نوموړی وايي:

"د پنجاب د مقتدر طبقاتو تأسیس او د دوی د سیاسي او حکومتي قیادت له‎خوا داسې فاټا دښمنه فیصله چې دوی په کابینه کې کړې ده، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د فاټا ولس او پښتون په سخت ترینو الفاظو د دې غندنه کوو."

د حکومت له‎خوا تصویب شوې دغه طرح باید اوس په اساسي قانون کې د تعدیل د یوې طرحې په توګه د پاکستان د مقننه قوې د دواړو جرګو دوه په درېیمه برخه، تائید کړي.

د پاکستان د پارلمان مشرانو جرګه ۱۰۴ او ولسي جرګه ۳۴۲ غړي لري.

له افغانستان سره پر پوله د پاکستان دغه فدرالي قبایلي سیمې له اوږدې مودې راهیسې د وسله‎والو طالبانو او حقاني شبکې مرکز بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG