ارزګانۍ مېرمنې وايي، جګړو ترې هر څه اخیستي او اوس خلکو ته د فقر لاس اوږدوي.
دغه مېرمنې چې نن د ارزګان ولایت د ښځو چارو ریاست مخې ته د احتجاج په توګه راغونډې شوې وې، ادعا کوي چې دولت ورته هېڅ توجوه نهده کړې او په خبرهيې چې جګړې نهیوازې دا چې ځاني زیان وراړولی بلکې کورونهيې هم سوځول شوي دي.
دوی له دولته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي.
یو شمېر ښځو ازادي راډيو ته داسې وویل:
"والي صاحب او نورو ارګانونو ته مو څو ځلې عریضې کړي چې موږ بېسرپرسته یو، کورونه مو د جګړې پر مهال طالبانو وسوځول خو دوی زموږ سره هېڅ هم نهدي کړي. زما پر خاوند او زوی ماین وچاودېد دواړه مړه شول اوس په کور کې یوازې زه پاتې یم د پیسو ګټلو څوک نهلرم."
دا په داسې حال کې ده چې ارزګان ولایت کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې د مسؤلینو په خبره څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو بېځايه شوي دي.
په ورته وخت کې د ارزګان د ولایتي ادارې چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
خو د ښځو چارو ریاست مسؤلین دا مني چې دغه مېرمنې د ارزګان ولایتي ادارې له پامه غورځولي او هېڅ ډول مرستهيې نهده ورسره کړې.
د ښځو چارو ریاست رئیسه اغلې رڼا سیمع وفا ازادي راډیو ته وویل چې دوی د یادو مېرمنو غږ په څو-څو ځلې تر مسؤلو چارواکو رسولی خو هغوی يې په اړه کوم لازم اقدامات نهدي کړي.
اغلې رڼا زیاته کړه:
"دلته ښځې ډېرې ستونزې لري، له یوې خوا جګړو ځپلي او له بلېخوا دولت د هغوی د حقونو ساتنه نهده کړې."
دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا په تېر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۵ بېلابېلې قضيې ثبت شوې دي.
راپور: شریفالله شرافت