د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د څار يوه نړیوالې اداره ښايي پر پاکستان مالي بنديزونه ولګوي


د دوو خبري سرچينو پر اساس، د مالي اقدام ډلې يا FATF پر پاکستان د مالي بنديزونو د احتمال خبر ورکړی دی.

فوربس خپرونې يو راپور ورکړی چې وايي، د مالي اقدام ډلې د جي اووه هېوادونو په مشرۍ پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې که په راتلونکو درېيو مياشتو کې دننه د ترورېزم پرضد لازم اقدامات ونه‎کړي، دغه هېواد ښايي د نړيوالې بانک‎دارۍ لپاره په ممنوعه ساحې بدل شي.

جي اووه د صنعتي هېوادونو یوه غير رسمي ډله ده.

امريکا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ايټاليا، جاپان او بريتانيا د دغه ادارې غړي هېوادونه دي چې هرکال د نړۍ د اقتصادي مسايلو، نړيوال امنيت او انرژۍ د پالیسۍ په ګډون د بېلابېلو مسايلو په اړه بحثونه کوي.

د هندوستان ايکونومېک ټایمز ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه راپور خپور کړی دی.

د راپور له مخې د مالي اقدام ډلې په خپل خبرداري کې له پاکستان غوښتي چې باید لازم اقدامات وکړي او د جماعت الدعوه، جېش محمد او نورو سخت دريځو ډلو د تمويل لارې بندې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سره مو تماس ونیوه خو د دغه وزارت چارواکي په دې اړه د نظر څرګندولو لپاره نن دوشنبې تيار نه‎شول.

د افغانستان چارواکو هم مخکې پاکستان د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو په ملاتړ تورن کړی خو اسلام‎اباد دغه تورونه ردوي.

د مالي اقدام ادارې د انټرنیټي ويب‎پاڼې د معلوماتو له مخې د دې ادارې د غړیو هېوادونو استازو تېره اوونۍ د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د ترورېزم د تمويل پر ضد د مبارزې برخه کې د هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

د دې معلوماتو له مخې د غړيو هېوادونو استازو له تروريستي ډلو سره د مالي مرستو د سرچينو د مخنیوي په مقصد د لا زیاتو هلو ځلو په اړه خبرې وکړې.

همدا راز هغوی وویل چې بايد ډاډ ترلاسه شي چې د مالي اقدام ډلې ټول غړي هېوادونه ژر تر ژره د هغو ټولو سرچینو پر ضد اقدامات وکړي چې ترورېزم تمويلوي.

د مالي اقدام ډله يا FATF د دولتونو تر منځ یوه اداره ده چې په ۱۹۸۹میلادي ميلادي کال کې جوړه شوه.

د دې ادارې اهداف دا دي چې د ترورېزم د تمويل پر ضد، د درنو وسلو د تيت کېدو او د پيسو مینځلو پر ضد قانوني، څارنيز او عملیاتي معیارونه وټاکي څو د دغو اقداماتو اغېزمنې اجرا ته وده ورکړي.

دا اداره د هغو تهديدونو پرضد کار کوي چې نړیوال مالي سيسټم ورسره مخامخ دی لکه پيسې مېنځل، تروريستانو ته مالي مرسته او داسې نور.

دغه نړيواله اداره د هندوستان، چين، امریکا، بریتانيا، فرانسې او جرمني په ګډون ۳۷ غړي لري.

اسرائيل او سعودي عربستان په دغه اداره کې د څارونکو په توګه حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده پاکستان به د مارچ مياشتې په لومړۍ نېټه د اقتصادي همکارۍ سازمان يا ايکو د غونډې کوربه وي.

تر اوسه څرګنده نه‎ده چې له افغانستانه په دغه غونډه کې څوک ګډون کوي.

خو د امریکا غږ انګلیسي څانګې راپور وايي چې په اسلام‎اباد کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز خبريالانو ته وويل، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ويلي چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي.

په پاکستان کې د ايکو ۱۳م کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ اړيکې سختې خرابې شوي دي.

د پاکستان په لاهور او سند کې له حملو وروسته دغه هېواد د تورخم په شمول مهمې دروازې د مسافرو او سوادګريزو توکو پر مخ وتړلې چې دا اقدام يې د افغانستان له خوا له انتقاد سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG