د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د قرغزستان لویې څارنوالۍ "عمر بېک تقي‌بایف" د رشوت په تور نیولی


د قرغزستان لویې څارنوالۍ د دې هېواد د سیاسي اپوزېسیون یو مخکښ مشر عمر بېک تقي‌بایف چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو احتمالي کاندید ګڼل کېږي، د یکشنبې په ورځ سهار وختي د بشکېک هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم د رشوت په تور نیولی دی.

د لویې څارنوالۍ دفتر وویل چې د اتا مکین یا د وطن ګوند له مشره جنایي تحقیقات پیلوي.

نوموړی په ویانا کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په پارلماني اسمبلۍ کې له ګډون وروسته د استانبول له لارې بېرته قرغزستان ته راستنېده چې د بشکېک په هوايي ډګر کې پولیسو ونیو.

۵۸ کلن تقي‌بایف چې پخوا د ولسمشر الماسبیک اتمباییف متحد و، تېر دوبی وروسته له هغې په یوه مخکښ سیاسي مخالف بدل شو چې په اساسي قانون کې پر یو لړ بدلونونو یې انتقاد وکړ.

د هغه په وینا دغه بدلونونه به د ولسمشر اتمباییف نېږدې متحدینو ته زمینه برابره کړي چې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال د ولسمشر دوره پای ته رسېږي، د هغه متحدین قدرت په لاس کې واخلي.

پر اساسي قانون کې دغو تعدیلاتو د صدراعظم صلاحیتونه هم ډېر کړي چې ورسره داسې ګنګوسې راپورته شوي چې ښایي اتمباییف به د حکومت نوی مشر شي یا به هم پر دغه پوست خپل یو نېږدې متحد وګماري.

ټاکل شوې ده چې قرغزستان کې د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د نومبر په ۱۹ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

د قرغزستان لویې څارنوالۍ ویلي چې د اتا مکین «Ata Meken» یا وطن ګوند پر مشر

عمر بېک تقي‌بایف د رشوت تورونه هغې دورې پورې تړلي چې نوموړي د ۲۰۱۰ میلادي کال د انقلاب وروسته د مؤقت حکومت د مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کوله.

پر عمر بېک تقي‌بایف د لګول شویو نورو تورونو ترڅنګ دا تور هم پورې شوی چې هغه له روسي سوداګر لیونید ماییوسکي څخه چې هغه د الفا تیلی‌کام شرکت د مشر په توګه دنده ترسره کړي، د یو میلیون ډالرو رشوت غوښتنه کړې وه.

تقي‌بایف دغه تورونه رد کړي دي.

د هغه د ګوند غړي او یو شمېر نور منتقدین دغه قضیه سیاسي ځپنه بولي چې په وینا یې ولسمشر او د هغه ملاتړي یې د ۲۰۱۰ میلادي کال د موقت حکومت د غړو په وړاندې پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG