د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

جرمني کې د مونیخ ۵۳م امنیتي کنفرانس نن جمعه پيل شو


د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس "Mike Pence" د امریکايي پلاوي په مشري د مونیخ په کلني امنیتي کنفرانس کې په یو لړ مهمو مسایلو له خپلو سیالو او متحدو هېوادونو سره خبرې کوي.

د مونشن امنیتي کنفرانس تنظیموونکي ولفګانګ ایشنګر "Wolfgang Ischinger" ویلي، د ډونالډ ټرمپ له‎خوا له اروپايي ټولنې د بريټانیا د وتلو د پرېکړې ملاتړ، له روسیې سره د هغه نېږدې والی او د لومړی امریکا شعار هغه څه دي چې ګڼې پوښتنې یې راولاړې کړي دي.

ښاغلي ایشنګر وویل، هیلې زیاتې دي چې د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر ښاغلی پنس به سبا دغه کنفرانس ته وینا هم وکړي.

د مونشن امنیتي کنفرانس تنظیموونکي ولفګانګ ایشنګر
د مونشن امنیتي کنفرانس تنظیموونکي ولفګانګ ایشنګر

ولفګانګ ایشنګر د امریکا متحده ایالتونو لپاره د جرمني پخوانی سفیر و.

د مرستیال ولسمشر ترڅنګ د امریکا د نوې ادارې په دغه لوړ پوړي پلاوي کې دفاع وزیر جیم ماتیس "Jim Mattis" او د کورني امنیت وزیر جان کیلي John Kelly شامل دي.

سي. ان. ان ته یوه امریکايي چارواکي ویلي چې په دې غونډه کې به مرستیال ولسمشر مایک پنس د جرمني له صدراعظمې انګېلامېرکل سره خبرې وکړي.

اخوا د اوکراین جمهوري ریاست په خپله ویب‎پاڼه کې ویلي چې ولسمشر پيټرو پروشینکو به هم د امریکا متحده ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره وګوري.

د مونشن امنیتي کنفرانس چې د ناټو غړي هېوادونه یې سرلاري دي په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دغه سازمان سره د ډونالډ ټرمپ ژمنې او روسیې ته د هغه د لیوالتیا په خاطر اندېښنې پیدا شوي دي.

تېره میاشت وروسته له هغه چې ټرمپ ناټو "منسوخه" وبلله خو بیا یې وروسته د پوځي ملګرتیا په اساسي اهمیت هم ټینګار وکړ.

خو وړمه ورځ د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیم ماتیس بیا په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د ناټو قوي ملاتړی دی.

سره له دې هم جېمز ماتیس د ناټو په نورو غړیو هېوادونو غږ کړی چې په ګډه دې د ناټو په لګښتونو کې خپله ونډه ادا کړي که نه د امریکا دفاعي ملاتړ د کمېدو د خطر شاهد به وي.

نوموړی وايي:

"دا یوه منصفانه غوښتنه ده ټول هغه چې په نړۍ کې له ښې دفاع برخمنېږي باید د همدې دفاع او ازادۍ د لګښت په برابرولو کې هم خپله ونډه واخلي. هېڅکله باید هېر نه‎کړو چې دقیقاً همدا چې موږ یې د ناټو په چوکاټ کې دفاع کوو آزادي ده."

د امریکا د کانګریس یو پلاوی هم د سناتور جان مککین په مشرۍ دې غونډې ته ورغلی دی.

جان مک‎کین که څه هم لوړپوړی جمهوري غوښتونکی دی خو د نورو ډېرو مسایلو په شمول د روسیې په اړه د ټرمپ د دریځونو سخت منتقد بلل کېږي.

د مونیخ امنیتي کنفرانس د فبروري له اولسمې پیل او تر نولسمې دوام کوي چې په‎کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ، د اروپايي ټولنې مشر، د ناټو سرمنشي او د نړۍ څه باندې ۳۰ ولسمشران، ۸۰ دفاع وزیران او نور چارواکي ګډون کوي.

په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د عراق صدراعظم حیدرالعبادي له نورو مهمو ګډونوالو څخه شمېرل کېږي.

دوی ټول به د نړۍ په روانو کړکېچونو او نړیوالو امنیتي ګواښونو د مونشن په ۵۳ امنیتي کنفرانس کې بحث کوي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG