د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د پنجشنبې په ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تر لېدو وروسته ویلي چې متحده ایالات په هغو برخو کې چې د امریکا د خلکو په ګټه وي له روسیې سره کار کولو ته آماده ده.
ټېلرسن د پنجشنبې په ورځ د جرمني بن ښار کې د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډو کې له خپل روسي سیال سره تر لیدو وروسته ویلي چې د ټرمپ اداره تمه لري روسیه د اوکراین په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
نوموړی وايي:
"پهداسې حال کې چې موږ د نویو ګډو همکاریو د زمینو په لټه کې یو، دا تمه لرو چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د مېنسک تړون برخه کې خپلو ژمنو ته وفاداره پاته شي او په اوکراین کې د ستونزو د کمولو لپاره کار وکړي."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدنې وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي:
"شک نشته چې متحده ایالات له خپلو متحدینو سره د ستونزمنو نړیوالو مسایلو د هواري برخه کې کار کولو ته ژمنه ده."
سرګي لاوروف تر دې لیدنې وروسته ویلي چې دوی د سوریې، اوکراین او افغانستان په اړه خبرې کړي دي، موافقه یې کړې چې په هغو برخو کې چې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري باید پرمخ ولاړ شي.
لاوروف دا هم ویلي چې ټول اختلافات هم په یو ځل نه هوارېږي.
نوموړی وايي:
"دا ښکاره ده چې موږ نهشو کولای ټول مسایل حل کړو. زه فکر کوم هغه به د روسیې او امریکا په څېر دوو لویو قدرتونو ترمنځ هېڅ کله هم په بشپړ ډول حل نهشي، خو زموږ مشترک درک دا دی چې هرځای چې زموږ ګډې ګټې وي، موږ باید پرمخ ولاړ شو."
لاوروف وايي، له ټیلرسن سره په لیدو کې د امریکا لهخوا پر مسکو د بندیزونو پر موضوع خبرې ونهشوې. دی وایي، ګمان کوي د دواړو هېوادونو ولسمشران به ډېر ژر له یو بل سره وګوري.
په بن کې د مسکو او واشنګټن د دغو دوو لوړ پوړو چارواکو د لیدو سره هم مهاله د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پوځي چارواکو د آذربایجان په باکو کې سره ولیدل.
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزېف ډنفورډ له خپل روسي سیال جنرال والري ګراسیموف سره کتلي دي.
د روسیې د دفاع وزارت تر دغې لیدنې وروسته وویل چې دواړو جنرالانو د خپلو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو د هواري پر لارو چارو بحث کړی دی او دواړو لورو د اړیکو پر دوام موافقه کړې ده.
د روسیې ولسمشر تر دې لیدنو وړاندې ویلي و چې د روسیې او امریکا استخباراتي ادارو ترمنځ د اړیکو بیا رغول به د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې اغېزمن تمام شي.