د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۰۴

ارګ: نړۍ درک کړې چې د غني دوه کلن لیدلوری باید جدي وګڼل شي


په سیمه او ځانګړي ډول په افغانستان کې د ترورېزم او تُندلارۍ ګواښونه هغه موضوع ده چې افغان ولسمشر به سږکال د مونیخ په امنیتي غونډې کې بحث ورباندې وکړي.

ولسمشر اشرف غني دوه کاله وړاندې هم د مونیخ غونډه کې ګډون کړی و او د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرځپلو یې ټینګار کړی و. ولسمشر هغه مهال ویلي و چې دا ډله سیمه او نړۍ ګواښي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېر ماښام ازادي راډیو سره ته وویل چې تمه لري ټول هېوادونه د ترورېزم په وړاندې مقابله کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"د نړۍ مشران هم دا درک کړې چې هغه لیدلوری چې ولسمشر دوه کاله وړاندې مطرح کړی هغه باید جدي وګڼل شي. ترورېزم یو جدي ګواښ دی. له همدې کبله موږ افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې له ترورېزم سره جنګېږو او د نړۍ په استازیتوب جنګېږو، نو نړۍ باید زموږ شرایط درک کړي او د دې پرځای چې له تروریستي ډلو سره اړیکې نیسي باید له افغانستان سره ودرېږي او له ټولو امکاناتو څخه د دې پدېدې په وړاندې کار واخلي. "

یوه امریکایي چارواکي په‎دې وروستیو کې د هغه څه په اړه چې ګواکې ځینې هېوادونه له وسله‎والو ډلو ملاتړ کوي، غبرګون ښودلی دی.

په افغانستان کې د ناټو د غوځ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن تېره اوونۍ له طالبانو څخه د پاکستان، روسیې او ایران د ملاتړ او دغې ډلې ته د مشروعیت ورکولو په اړه اندیښنه ښودلې وه.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست وایي، تمه ده د مونیخ امنیتي غونډه کې د ترورېزم د ملاتړو په اړه هم بحث وشي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"ولسمشر د افغانستان د دولت او ملت په استازیتوب، افغانستان کې موجود ګواښونه له نړۍ سره شریکوي. بې له شکه چې ځینو برخو کې به په سیمه کې د ترورېزم د ملاتړو په اړه بحثونه وشي او هیله لرو چې نړۍ یو ځل بیا د افغانستان د ستونزو په درک کولو سره، د ترورېزم په وړاندې مبارزې کې خپله همکاري ډېره کړي، څو موږ ډېر ژر نتیجه واخلو."

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر وایي، ولسمشر غني به د مونیخ غونډې په څنډو کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال مایک پنس سره د ترورېزم په وړاندې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر غني به د نورو هېوادونو لکه اذربایجان او کروشیا له ولسمشرانو، د جرمني، ترکیې، ناروې او ګرجستان له صدراعظمانو او د روسیې، سعودي عربستان، جرمني، ایران، چین او قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

شاه حسین مرتضوي وایي، د دغو بحثونو اصلي تمرکز به د سیمي پر امنیت، د ترورېزم پر ګواښونو او د دوو اړخېزو او څو اړخېزو همکاریو په اړه وي.

یو شمېر سیاسي څېړونکي د مونیخ امنیتي غونډه د افغان دولت لپاره یو ښه فرصت ګڼي چې نړیوالو ته د دغو ګواښونو په اړه لا نور وضاحت ورکړي.

سیاسي کارپوه میاګل وثیق
سیاسي کارپوه میاګل وثیق

یوه سیاسي کارپوه میاګل وثیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د مونیخ غونډه لویه غونډه ده، د نړۍ مشران دلته راځي. باید د دې غونډې څخه ګټه واخیستل شي او دوی واقعاً په دې قانع شي چې یوازینۍ لار دا ده چې د ترورېزم په وړاندې ګډه مبارزه وشي."

ټاکل شوې د مونیخ امنیتي غونډې څنډو کې د افغانستان او اروپایې ټولنې د چارواکو ترمنځ د مشارکت او پرمختیا په نوم یو تړون لاسلیک شي.

له ولسمشرغني سره په دې سفر کې د افغانستان د ماليې وزیراکلیل حکیمي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د سټراټیژیکو او عامه اړیکو په برخه کې د ولسمشر لوړ پوړی سلاکار احمد نادر نادري او د بنسټونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي ملګري دي.

XS
SM
MD
LG