د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

نیشنل انټرست: د افغانستان جګړه څنګه بایلل کېږي؟


د واشنګټن چاپ درې میاشتنۍ خپرونې نیشنل انټرست په خپلې وروستۍ ګڼه کې افغانستان ته د اضافي امریکايي سرتېرو د احتمالي استولو په اړه یو تحلیل خپور کړی.

په مطلب کې چې د دانیل ال دیویس Daniel L. Davis په قلم لیکل شوی او سرلیک یې دی، د افغانستان جګړه څنګه بایلل کېږي راغلي، د امریکا د پوځ په لوړو پوړیو کې اوس تقریباً ټول په دې باور دي چې د منځني ختیځ او جنوبي آسیا ټولې ستونزې باید د زور له لارې حل شي خو هېڅوک پر کوم متبادل نظر غور نه کوي.

خپرونه افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د امریکايي قواوو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وروستۍ غوښتنه د دې باور د مثال په توګه یادوي او د مطلب په دوام لیکي:

په افغانستان او عراق کې د افراطي وسله والو ډلو پرضد د شپاړس کلنې مبارزې او عملیاتو او د بهرنیو پوځي ځواکونو د روزنې له نتایجو باید د دې سټراټیژۍ د تکرار په وړاندې د یوه استدلال په توګه کار واخېستل شي.

لیکوال دا نتایج په ستراتیژیکه کچه بشپړه ناکامي بولي او وړاندې لیکي:

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې جنرال سټینلي مک کریسټل چې هغه مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وو، ولسمشر ته په یوه محرم لیک کې ولیکل چې که افغانستان ته نور سرتیري ونه لیږل شي نو متحدایالات ښايي د افغانستان جګړه بایلي.

پخواني ولسمشر بارک اوباما د همدې کال په وروستیو کې پر اولس زره موجودو سرتېرو سربېره د دیرش زره اضافي ځواکونو د استولو طرح تائید کړه.

لیکوال دانیل دیویس چې هغه مهال په افغانستان کې و، لیکي، په ډاډ سره ویلای شم چې د اضافي سرتېرو د استولو یوازینۍ ګټه دا وه چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې حکومت وساته خو د هېواد په کچه د وسله والو په له مینځه وړلو کې یې هېڅ مرسته ونکړه.

د نېشنل انټرسټ خپرونې د مطلب لیکوال د تحلیل په پای کې لیکي، د افغانستان له قلمرو څخه نه اوس او نه پخوا هېڅکله امریکا ته ګواښ نه دی شوی.

د لیکوال استدلال دا دی چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د ۱۱مې د حملو عاملان په جرمني او د امریکا په ښارونو کې روزل شوي وو، نه په توره بوړه کې.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفیر د مړینې په اړه یو مطلب خپور کړی.

جمعه محمد عبدالله الکعبي چې د جنوري په لسمه نیټه د کندهار د والي په میلمستون کې په خونړۍ چاودنه کې ټپي شوی و، د چارشنبې په ورځ سا ورکړه چې له دې سره په پیښه کې د اماراتو د وژل شویو ډیپلوماتانو شمیر شپږو ته ورسېد.

وال سټریټ ژورنال لیکي، متحده عربي امارات د څو محدودو هیوادونو له ډلې دی چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و، او له دې ډلې سره یې اړیکي لرل.

ورځپاڼه لیکي طالبانو ته نژدې حلقې ویریږي چې که د دې حملې شک پر دوی وشي نو د دې ډلې استازي چې په اماراتو کې له بهرنیو چارواکو سره لیدنې کتنې کوي ښايي دا موقعیت له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG