اوکرایني ژورنالېست مایکولا سیمینا چې د ازادي راډیو همکار هم دی، د اوکراین کریمیا کې چې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، له محاکمې سره مخ دی.
نوموړی پر بېلتونپالنې تورنه شوی دی.
د سیمینا وکیل اندري سبینین وايي، د سیمینا د دوسيې په اړه لومړنۍ استماعي غونډه د جمعې په ورځ د کریمیا په مرکز سیمفروپول کې جوړېږي.
د دې خبریال مدافع وکیل ایمیل کوربیدینوف د فبرورۍ په اتمه نېټه ازادي راډیو ته ویلي و، د سیمینا اصلي محاکمه د فبرورۍ په ۲۸ مه پیلېږي.
دا خبریال په اپریل کې نیول شوی او بیا خوشې شو، خو ورته وویل شول چې د کریمیا له ټاپو وزمې به نه وځي.
نوموړی پر بیلتون پالنې تورن دی. دا تور پر سیمینا د هغې مقالې له کبله لګیدلې چې نوموړې پر خپل ویبلاګ خپره کړې وه او په کې یې د روسیې لهخوا د کریمیا پر نیولو پر مسکو انتقاد کړی و.
دې خبریال ته پرده د لګیدلي تورونو وروستی ورژن په ډیسمبر میاشت کې ورکړل شوی.
سیمینا پر ده لګیدلي تورونه رد کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او د رسنیو دفاع ټولنو د سیمینا د دوسیې په اړه اندېښنه ښودلې او فعالان وايي، دا په کریمیا کې د ازادو رسنیو د خاموشه کولو لپاره د روسیې د هڅو یوه برخه ده.
د بشري حقونو فعالان وايي، روسیه او هغه چارواکي چې مسکو پر کریمیا مسلط کړي، په پرلهپسې توګه د هغو کسانو د ځپلو لپاره چې د روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو مخالف دي پرلهپسې کمپاین پر مخ وړي.
په هغو کې چې له دې ځپنې سره مخ دي د کریمیا د تاتارانو د ټولنې غړي او ازادې رسنۍ او ژورنالیستان شامل دي.
د ازادي راډیو رئیس توماس کینټ په جنورۍ میاشت کې پر سیمینا د لګیدلي تورونو په اړه ویلي و:
"دا تورونه د روسیې او د روسیې د ملاتړ لرونکو چارواکو د هغو پخو اقداماتو برخه ده چې غواړي کریمیا کې خلکو ته د خپلواکو معلوماتو د رسولو برخه کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ژورنالیستیک ماموریت مخه ډب کړي."
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ کې له اوکراین څخه کریمیا ونیوله.
مسکو لومړی کریمیا ته سرتېري واستول چې مهم تأسیسات ونیسي.
وروسته یې دغلته ظاهراً یوه ټولپوښتنه ترسره کړه چې اوکراین، د امریکا متحده ایالتونو او د ملګرو ملتونو په سازمان کې تر سلو زیاتو نورو هېوادونو غیرې قانوني بللې وه.
د همدې ټولپوښتنې پر بنسټ یې وروسته کریمیا د روسیې یوه برخه اعلان کړه.