د حکومت اجرائیه ریاست وايي، حکومت په لوړو بستونو کې د ښځو د ونډې زیاتېدو ته ژمن دی او له ښځو څخه ملاتړ کوي چې سترو ملي پریکړو کې ونډه ولري.
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمدخان د چهارشنبې په ورځ د حکومت د لوړپوړو ښځو په ملاتړ غونډه کې وویل، د افغان ښځو وړتیاوې زیاتې شوي او د حکومت د لوړو او کلیدي بستونو وړتیا لري او د ښځو ظرفیتونو ته په کتو باید هغوی ته لوړ بستونه ورکړل شي.
نوموړی وايي:
"دا ستاسې خپله برخه ده، د ملي یووالي حکومت ټینګه اراده لري چې حکومتي او دولتي مختلفو برخو کې ښځې فعاله ګډون ولري."
محمد خان زیاته کړه، هیله لري چې داسې ورځ راشي څو ټولې ښځې د ظرفیت او وړتیا له مخې د حکومت په لوړو بستونو کې وګمارل شي، نه د ونډې له پر اساس.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د راپورونو پر بنسټ اوس مهال د افغانستان حکومتي ادارو کې ښځې ۲۲ سلنه ونډه لري.
په ورته وخت کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د ښځو د وړتیاوو د لوړولو او په حکومت کې یې د لازیاتې ونډې لپاره حکومت ته ځينې وړاندیزونه مطرح کړل.
نوموړې زیاته کړه:
"د ښځو د وړتیاوو د لوړولو د پالیسۍ د پلي کولو لپاره د دولتي بنسټونو همکاري، د جندر له مخې د دولت د بودیجې اساس جوړونه او د ښځو د ظرفیتونو لوړول، د نپوا پلان چې د ښځو کاري ملي پلان دې تمدید او د پنځو کلونو لپاره د دغه پلان قیمت ټاکل."
له بلې خوا د سولې، برابرۍ او ډیموکراسۍ بنسټ له حکومتي ادارو سره په ګډه هڅې پیل کړي چې په دولتي ادارو کې د ښځو لپاره مصؤن کاري فضا برابره کړي او په ادارو کې د ښځو ونډه ۳۵ سلنې ته پورته کړي.
خو دا چې حکومت به څه وختې په دولتي ادارو کې د ښځو د زورولو د مخنیوي برخه کې بریالی کېږي او د تېرو لسیزو په څېر د ښځو ونډه به څه وختې نېږدې پنځوس سلنې ته پورته کېږي هغه پوښتنې دي چې وخت به یې ځواب کړي.
راپور: عبادالله حنان زی