په مسکو کې نېژدې دوه میاشتې مخکې د افغانستان په اړه غونډه کې درې هېوادونو برخه لرله او پرون په ورته غونډه کې د شپږو هېواد استازیو برخه واخېسته.
دا دواړه غونډې د روسیې په نوښت جوړې شوې وې.
تېر ځل کابل اعتراض وکړ چې د افغانستان د حکومت په غیاب کې باید د افغانستان په اړه پریکړې ونه شي، دا ځل څرنګه مسکو غونډه پراخه کړه؟
دا پوښتنه د سیاسي چارو له کارپوه مجیب لمر څخه احمد شیبر د مرکې په پیل کې کړې ده، ښاغلي لمر په ځواب کې وویل: