د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

د کندهار پېښه کې د اماراتو ټپي شوی سفیر جمعه‌الکعبي مړ شو


راپورونه وايي، د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفير چې تېره مياشت په کندهار کې ټپي شوى و، ساه ورکړه.

د افغانستان لپاره د اماراتو سفير جمعه‌الکعبي د کندهار ولایت په مېلمستون کې په چاودنه کې ټپي شوى و.

د ولسمشرۍ د چارو لپاره د متحده عربي اماراتو وزارت د سفير د مرګ خبر نن چهارشنبه پر ټويټر ورکړ.

محلي رسنيو راپور ورکړى، الکعبي په کندهار کې له هغې چاودنې وروسته د نورې درملنې لپاره ابوظبي ته ولېږدول شو.

څه باندې مياشت مخکې د کندهار ولايت په مېلمستون کې په چاودنه کې لږ تر لږه ١٢ کسان ووژل شول چې په هغو کې د اماراتو پنځه ډيپلوماتان هم شامل وو.

ولسمشر غني هم په دې اړه سخته خواشیني ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG