د ډسمبر د ۲۷مې نېټې د غونډې برخلاف دا ځل د افغانستان په اړه د مسکو په خبرو اترو کې افغانستان هم برخه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ رئیس د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
نوموړی وايي:
"هغه غونډه کې چې مسکو کې جوړېږي د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د پالېسۍ او ستراتیژۍ رئیس ګډون کوي. د نورو هېوادونو نمایندګي هم په دې غونډه کې د ځانګړو استازو په سطحه، د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو رئیسان او امکان لري د ځینو هېوادونو څخه د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالانو په سطحه ګډون وکړي."
د مسکو غونډې ته د افغانستان، پاکستان، هندوستان، چین، ایران او روسیې استازي وربلل شوي.
د ایترټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې په استازیتوب به په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړی استازی ضمیرکابلوف او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګلوف ګډون وکړي.
د دې غونډې موضوع د افغانستان پر روان وضعیت په ځانګړي توګه له وسلهوالو طالبانو سره د سولې پر هڅو خبرې اترې ښودل شوي دي.
همدا موضوع د ډسمبر په ۲۷مه نېټه هم په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې بحث شوې وه، خو په هغې غونډه کې یوازې د روسیې، پاکستان او چین استازو ګډون درلود.
افغانستان هغه مهال له دې کبله چې دې غونډې ته نهو، وربلل شوی اعتراض وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، همدا اعتراض د دې لامل شو چې دا ځل دې غونډې ته د افغانستان استازی وربلل شوی دی.
ښاغلي مستغني زیاته کړه:
"دا غونډه د وضعیت د اروزنې په اړه ده. د افغانانو په غیاب کې دوی نهشي کولای چې سمه ارزونه وکړې او د دې پرځای چې سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي کېدای شي داسې غونډې د سیمې لپاره خطرناکې واوسي. همدا د افغانستان د اسلامي جمهوریت اعتراض د دې سبب شو چې پرېکړه وشوه، نورې داسې غونډې به د افغانستان له ګډون پرته نهجوړېږي."
مسکو تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش د وسلهوالې ډلې پر پراختیا اندېښنه ښودلې.
ځینو روسي چارواکو تائید کړې چې د داعش د وسلهوالې ډلې د ماتولو لپارهیې له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې.
دې موضوع هم د کابل تند انتقاد راپورته کړ.
افغانستان له روسیې وغوښتل د داعش سره د مبارزې لپاره بهتره ده له افغان حکومت سره مرسته وکړي نه له طالبانو سره.
د امریکا متحده ایالات چې د افغانستان لوی لوېدیځ متحد دی د مسکو غونډې تهیې استازی نهدی بلل شوی.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت امریکايي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي و، په افغانستان کې د روسیې پراخېدونکی رول او پر مخالفو وسلهوالو یې زیاتېدونکي اغېز د یوه باثباته هېواد په رامنځته کولو کې د افغان دولت هڅې ستونزمنوي.
دا چې د نن ورځې په غونډه کې به له وسلهوالو طالبانو سره د روسیې پر اړیکو خبرې وشي او کنه تر اوسه روښانه نهده.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي رادیو ته وویل، د مسکو د غونډې د احتمالي لاس ته راوړونو لپاره باید د غونډې تر پای انتظار وکړو.