د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

نورستان کې د یوې جوړې وژونکي تښتېدلي


په نورستان ولايت کې د يوې ښځې او يوه سړي وژونکي تښتېدلي دي او د دغه ولایت د چارواکو په وينا، پوليس‌يې په لټه کې دي.

د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم په وينا، پوليس په دې لټه کې دي چې هغوی ونيسي څو ورسره قانوني چلند وشي.

ده وويل چې د څېړنو لپاره ټاکل شوی کمېسيون به د سې شنبې په ماښام خپلې پايلې ولايت ته وړاندي کړي.

د نورستان والي له ازادي راډيو سره د سې شنبې په ورځ د خبرو پر مهال وویل:

"کمېسيون به نن تر ماښامه پورې خپل نتايج راوړي. تاسو ته معلومه ده، په نورستان کې د ډېرو واورو له کبله لارې بندې دي نو هغوی هلته زیات وخت ولګاوه. په دې قضيه کې چې هر څوک مقصر وو، ورسره به قانوني چلند وشي."

د تېرې جمعې په مازيګر يوه ۱۸ کلنه نجلۍ خپلو خپلوانو د نورستان ولايت د واما ولسوالۍ مخې ته ووژله.

د فاتحې په نوم دغه نجلۍ چې په زوره يوه سړي ته واده شوې وه خو غوښتل‌يې د هدايت‌الله په نوم له يوه سړي سره ولاړه شي.

خو په لاره کې د ولسوالۍ د پولیسو له‌خوا ونیول شوه او کله چې د دې خپلوان خبر شول، دا او د هدایت‌الله په نوم هغه سړی چې له دې سره وتښتېد، په زور راوايستل او ويې ووژل.

په نورستان کې د ښځو چارو رئيسې زاهده فيضان د پيښې په اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:

"پوليسو نجلۍ او هلک راګېر کړي دي، ولسوالۍ ته‌يې راوړي دي او سهار ولسي مشران او علما ټول ورغلي دي. کله چې دوی کمېسيون جوړوي چې واک‌يې باید مشرانو ته ورکړل شي، د دوی پرېکړه لا نه‌وه شوې چې د نجلۍ خپلوان او د مېړه کورنۍ يې ورغلي دي او نجلۍ يې د ولسوالۍ په څنګ کې وژلې ده."

په دې اړه چې ولې پولیسو د دغو کسانو ژوند نه‌ژغوره ځکه د پولیسو دنده همدا ده چې د افغانانو خونديتوب ونيسي، د نورستان والي ازادي راډيو ته وويل چې پوليسو هڅه کړې وه چې دوی له حمله کوونکو وژغوري چې په نتيجه کې يې درې پولیس هم ټپيان شوي وو.

خو ولې پوليسو له وسلو کار نه‌اخيسته چې د دغو قتلونو مخه ونیسي؟

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وويل چې پوليسو د قتل عام له بېرې پر حمله کوونکو ډزې نه‌دي کړي خو د ده په وينا، که پلټنې وښيي چې پوليسو وژل شوي کسان حمله کوونکو ته په لاس ورکړي، محاکمه به شي.

نوموړي وویل:

"په دې کې که هر څوک مقصر و، که پولیس و که غير پوليس و، ورسره به قانوني چلند وشي."

داسې قضيې ډېرې تر سترګو شوي چې په‌کې د ښځې نارینه خپلوان ځان ته د هغې د وژلو حق ورکوي.

په دې اړه چې که يوه ښځه په زوره يوه سړي ته ور واده شوې وي يا له خپل مېړه سره نه‌وي خوشاله، په هغه صورت کې باید څه وکړي.

په ننګرهار کې د حج او اوقافو رئیس او ديني عالم، مولوي عبدالظاهر حقاني ازادي راډیو ته وويل چې اسلام سړي او ښځې ته برابر حقونه ورکړي دي او د اسلام په دين کې هېڅ‌څوک پر بل چا په خپل سر حکم نه‌شي کولای.

نوموړی وايي:

"که يوه ښځه په زور او جبر باندې په نکاح شي، نو هغه حق لري چې په محکمه کې خپل حق وغواړي ځکه د زور نکاح نه صحيح کېږي او د خپلې نکاح د فسخې غوښتنه کولای شي. د ازدواج حق د نجلۍ لپاره ثابت دی چې له هغه چا سره واده کولای شي چې خوښ يې وي. نه خاوند ته دا جايز دي چې خپله ښځه ووژني، په هېڅ صورت کې د ده لپاره وژل جايز نه‌دي. که ښځه د خاوند له لاسه وژل کېږي، دا ناجايزه عمل دی."

مولوي حقاني زیاتوي چې داسې اعمال اسلام کې ځای نه‌لري او ټول علما په ګډه داسي وژنې غندي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په باميان ولایت کې يوه هلک غوښتل له يوې نجلۍ سره په خپله خوښه واده وکړي خو د کورنیو له بېرې تر ډېره پټ ګرځېدل.

په افغانستان کې په ګڼ شمېر سیمو کې داسې کېږي چې پلورنه يا نارينه خپلوان ښځې د هغوی له پوښتنې يا خوښې پرته ورکوي او ودوي.

په ځينو مواردو کې داسې کېږي چې چارواکي د نجونو د کورنيو پله نيسي او په ځیني مواردو کې هغه نجونې د ناموسي وژنو قرباني کېږي چې له واده انکار وکړي.

XS
SM
MD
LG