د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د کندهار سوداګرو ۲۰۰ فابریکې وتړلې


د کندهار سوداګرو او صعنت‌کارانو خپلې ټولې ۲۰۰ فابریکې د برېښنا د نه‌شتون په اعتراض کې تړلې دي.

د کندهار د صنعت‌کارانو اتحادیې مرستیال روح‌الله حبیب وايي، د کندهار په صنعتي پارک کې ټولې ۲۰۰ فابریکې نن د برېښنا د نه‌شتون په اعتراض کې وتړلې.

د ښاغلي حبیب په وینا تر هغو چې يې دولت د فابریکو لپاره د برېښنا غم ونه‌خوري خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره ټاکل شوې چې سبا د صنعت‌کارانو اتحادیه او سوداګر د یوه سوله‌ییز لاریون له لارې د برېښنا د اوږدمهاله ستونزې د حل لپاره غږ پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"فابریکې تړلې دي تر هغه وخته چې زموږ د برېښنا ستونزه حل نه‌شي دا کار به دوام وکړي، موږ برق غواړو نه‌یوازې فابریکو ته بلکې ټول کندهار ته‌يې غواړو."

د کندهار چارواکي د سوداګرو ستونزه مني او وايي چي د موضوع د حل لپاره به د ولسي مشرانو او سوداګرو یو پلاوی مرکز کابل ته ولېږي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنا ستونزه تر ډېره په مرکز پورې اړه لري او د دوی هیله دا ده چې په مرکز کې اړوند ادارې ژر تر ژره دا ستونزې حل کړي.

خپلواک: دا ستونزه تر ډېره مرکز کابل پورې اړه لري.
خپلواک: دا ستونزه تر ډېره مرکز کابل پورې اړه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ستونزه تر ډېره په مرکز پورې اړه لري دوی په یکشنبې د کندهار د سرپرست والي سره هم خپله دغه ستونزه شریکه کړې، زموږ غوښتنه دا ده چې د برېښنا شرکت په دې اړه هلې ځلې وکړي."

د کندهار صنعتي پارک په شااوخوا ۲۰۰ تړل شویو فابریکو کې څلور زره کسان کار کوي.

د دغو فابریکو لپاره مخکې د امریکا متحده ایالاتو په مرسته لس مېګاواټه ډیزلي برېښنا برابرېده چې په وروستیو درېیو کلونو کې يې افغان حکومت د لګښت ورکولو مسؤلیت واخیست.

کندهار د کلونو راهیسې د برېښنا ستونزه لري.

د فابریکو په شمول دغه ولایت شااوخوا یو نیم سل مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس یوازې د هلمند د کجکي څخه ۱۵ مېکاواټه برېښنا تر لاسه کېږي چې ډېر وخت د جګړو او نورو نامعلومو دلایلو پر اساس پارچاوېږي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG