د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

نوکیا کمپنۍ خپل یو پخوانی ساخت موبایل په نوې بڼه وړاندې کوي


په داسې حال کې چې «ای فون» او «سامسنګ» موبایل کمپنۍ هر کال نوي او عصري سمارټ موبایل ټیلیفونونه راباسي، نوکیا کمپنۍ پلان لري چې خپل یو پخوانی ساخت موبایل په نوې بڼه وړاندې کړي.

نوکیا ۳۳۱۰ موبایل سیټ چې ښايي د ګڼو کسانو هم لومړنی موبایل و، په نوې بڼه د موبایل ټیلیفونونو په نړیواله کنګره کې وړاندې کړي.

دا موبایل ټیلیفون ۵۹ ډالره بیه لري او ټاکل شوې ده چې «اېم. اېچ. ډي» کمپنۍ يې بازار ته راوباسي.

«اېم. اېچ. ډي» یوه فنلنډي کمپنۍ ده چې د نوکیا ساخت موبایل ټیلیفونونه په نړیوال مارکېټ کې پلوري.

نوکیا ۳۳۱۰ ډوله پخوانی موبایل ټیلیفون په داسې وخت کې د موبایل نړیوال مارکېټ ته بیا راوځي چې ای فون او سامسنګ شرکتونو په نوي او عصري سمارټ ټیلیفونو سره د موبایل ټلیفونونو په دګر کې بې‌ساری شهرت او ارزښت پیدا کړی دی.

نوکیا ۳۳۱۰ ډوله موبایل ټیلیفونونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ میلادي کال کې راووتل او د یوه معتبره ګرځنده ټیلیفون په توګه‌يې په نړیواله سطحه ښه مارکېټ پیدا کړ.

نوکیا کمپنۍ وايي، په نوې بڼه بیا مارکېټ ته وړاندې کېدونکی ۳۳۱۰ ډوله موبایل سیټ کې به ساعت، د حساب ماشین، د یاداشت ساتلو لپاره لس ځایونه او د سنېک مشهور ګېم په ګډون څلور لوبې هم ځای پر ځای وي.

د نوکیا ساخت دا موبایل اوس هم په امازون ان لاین پلورن‌ځای کې موندل کېږي.

«اېم. اېچ. ډي» کمپنۍ به د نوکیا ۳۳۱۰ په ګډون نوکیا درې اعشاریه پنځه او ۶ موبایل سیټونه هم د موبایل ټیلیفونونو په نړیواله کنګره کې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG