د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

ولسمشر غني: ټولې نړۍ ته د زور، ظلم او ترورېزم ختمولو پیغام ورکوو


افغان ولسمشر وايي، د بحران ختمولو ټينګه اراده لري او نړيوالو ته د ترورېزم ختمولو پيغام ورکوي چې وسله‌وال مخالفین او د دوی باداران به هېڅ‌کله خپلو شومو اهدافو ته ونه‌رسېږي.

ولسمشر اشرف غني وايي، وسله‌وال مخالفین او د دوی باداران هېڅ‌کله خپلو اهدافو ته نه‌شي رسېدی او افغانستان يو ځل بیا ټولو اسلامي هېوادونو او نړۍ ته د زور، ظلم او ترورېزم د ختمولو پیغام ورکوي.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د شوروي ځواکونو د ماتې او وتلو د ۲۸مې کلیزې لمانځ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د بحران د ختمولو او ترورېستانو د ځپلو لپاره ټینګه اراده لري.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ د بحرانونو د ختمولو لپاره ټینګه ملي اراده او د تاریخي تجربې لویه سرمایه لرو، افغانستان يو ځل بیا کولای شي چې اسلامي نړۍ او ټولې دنیا ته د زور او ظلم او د ترورېزم د ختمولو لپاره نوي پیغامونه ولري."

ښاغلي غني په دې غونډه کې چې ګڼ شمېر دولتي چارواکو او پخوانیو جهادي څېرو هم په‌کی ونډه اخیستې وه، وویل، افغانانو څنګه چې کمونیزم مات کړ همداراز به ترورېزم هم له پښو وغورځوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له داعش، القاعده او طالبانو سربېره يو شمېر نورې وسله‌والې مخالفې ډلې فعالیت لري چې يو شمېر بهرني اتباع هم په‌کې شامل دي.

افغان چارواکو او په تېره بیا ولسشمر غني تر دې وړاندې ویلي چې ترورېستان به په افغانستان کې د پښو ځای پیدا نه‌کړي او دا هېواد به د هغه په خبره د هغوی په هدیره بدل شي.

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد يونس قانوني وویل چې افغانان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له ماتې وروسته اوس‌مهال د نړيوال ترورېزم له يرغل سره مخ دي.

ښاغلي قانوني وویل، په افغانستان کې روان بحران يو لړ کورني او بهرني لاملونه لري چې افغانان‌يې له ناورین سره مخ کړي.

یونس قانوني.
یونس قانوني.

نوموړي زیاته کړه:

"که وغواړو او که ونه‌غواړو د يو لړ کورنیو او بهرنیو عواملو له کبله يو مصیبت پر افغانستان تحمیل شو چې نن‌يې موږ شاهدان یو، په افغانستان کې د انګرېزانو ښکېلاک له ماتې سره مخ شو همدا شان د شوروي اتحاد يرغل هم له ماتې سره مخ شو، خو اوس زموږ نظام او خلک د يوه ناوړه ترورېزم سره مخ دي."

د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ورځې سره برابره ده.

دا ورځ هر کال په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د دولتي چارواکو، پخواني جهادي قوماندانانو او عامو خلکو له‌خوا د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي.

ولسمشر غني: د بحران ختمولو ټينګه اراده لرو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG