د افغانستان ولسي جرګه وايي چې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې ۲۸ کاله وروسته د هغه هېواد اوسني چارواکي یو ځل بیا په افغانستان کې د مداخلې په فکر کې دي.
د ولسي جرګې رئیس وايي چې د روسيې اوسني چارواکي باید د پخواني شوروي اتحاد له ماتې څخه په تجربې د بیا ځل لپاره د افغانستان د کمزوري کېدو فکر ونهکړي.
عبدالرؤف ابراهیمي له افغانستانه د روسي عسکرو د وتلو د ۲۸مې کلیزې په اړه غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ ارګ کې جوړه شوې وه وویل چې اوسني روسي چارواکي په دې هڅه کې دي تر څو وسلهوال مخالفین تقویه کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"له بدهمرغه د روسيې اوسني چارواکي له ۲۸ کاله تېرېدو وروسته یو ځل بیا د افغانستان کورنیو چارو کې د مداخلې په فکر کې دي او د طالبانو څخه پر ملاتړ غواړي چې د افغان دولت سره په جنګ کې ښکېل مخالفین تقویه او په یو نه یو ډول زموږ د خلکو نظام کمزوری کړي."
ابراهیمي په دې باور دی چې پخواني شوروي اتحاد د افغان مجاهدینو د مقاومت په نتیجه کې ماتې وخوړه تر دې چې خپله مداخلهیې تېروتنه وبلله او دا هېواد یې پرېښود.
پخوانی شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال افغانستان ته خپل ځواکونه راولېږل خو له ۹ کاله حضور وروستهیې په دغه هېواد کې خپله ماتې ومنله او په کال ۱۳۶۷ کې یې له افغانستانه پښې سپکې کړې.
خو له دې سره د هېواد د شمالي ولایتونو یو شمېر وګړي، ځيني سیمهییز چارواکي او ملي شورا کې د خلکو استازي د افغانسان په اړه د روسیې له بیا لېوالتیا اندېښنه ښيي.
راپورونه وايي چې له کلونو وروسته روسیه یو ځل بیا د وسلهوالو طالبانو د ملاتړ په هڅه کې ده او دوی ته وسلې او تجهیزات برابروي.
جمهور رئیس غني د دلوې د ۲۶مې د لمانځلو په دې غونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي د دې ډول اندېښنو په ځواب کې وویل چې د مخالفینو د نویو او زړو ملاتړو هڅې به نتیجه ورنهکړي.
د هغه په وینا باطل تل ماتې خوړلې ده.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"د داعش په شان د طالبانو مختلفې ډلې اوس هم په دې بوختې دي چې افغانستان ویجاړ کړي، که د دوی نوي او زاړه باداران په دې فکر کې وي چې بیا افغانستان بېاردو، بېپولیسو، بېقانونه او له نړۍ سره بېاړیکې وي ښه دې پوه شي چې دا هیله بهیې پوره نهشي."
دا په داسې حال کې ده چې د کندز یو شمېر استازو د خلکو له قوله ازادي راډيو ته ویلي چې کندز کې وسلهوال مخالفین د روسيي لهخوا تجهیز کېږي.
له دې سره په کابل کې د مسکو سفیر له طالبانو سره اړیکې لرل نهدي رد کړي خو ویلي یې دي چې دا اړیکې یې د ملاتړ او تجهیز په معنی نهدي.
د نظامي چارو کارپوه اسدالله ولوالجي وايي، روسیه په افغانستان کې د داعش او مخدره موادو له ډېرېدو اندېښنه لري او له دې امله چې ستونزې تر روسیې ونهغځېږي له طالبانو ملاتړ کوي.
نوموړی وايي:
"روسیه نهشي کولای چې افغانستان کې له خپلو ګټو تېره شي او له همدې املهیې یو ځل بیا د افغانستان اړوند قضایاوو کې ځان دخیل کړی، اوس وسلهوالو مخالفینو ته وسلې ورکوي د دې لپاره چې منځنۍ اسیا هېوادونو تهیې د داعش د خپرېدو مخه نیولې وي."
د ملي شورا یو شمېر غړي او ځينې نور افغان څېړونکي د روسيي وروستۍ دا ډول هڅې ستونزې جوړونکې بولي او وايي چې باید هم مخهیې ونیول شي.
د چارو کارپوه حمید عزیز وايي چې د روسيې دا ډول هڅې په افغانسان کې نړیوال قدرتونه یو له بل سره مخ کولای شي نو ځکه د حکومت هوښیارانه اقدمات خورا مهم دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ