د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ولسمشر غني او شیخ زاهد پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې


افغان ولسمشر په متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد له چارواکو او د هغو اماراتي ډیپلوماتانو له کورنیو سره کتنه وکړه چې د کندهار په وروستي بمي حمله کې وژل شوي و.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د اماراتو له سیاسي او پوځي مشرانو سره پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وویل:

"ولسمشر متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له ولیعهد او د وسله‎وال ځواک له مرستیال قوماندان شیخ زاید النهیان سره ولیدل. په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او امنیتي مسئلو په اړه خبرې وشوې. ولسمشر د هغو اماراتي ډیپلوماتانو له کورنیو سره هم وکتل چې د کندهار په ترورېستي برید کې شهیدان شوي وو. ولسمشر دغو کورنیو ته د افغان حکومت او افغان ولس غمرازي څرګنده کړه."

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې وخت کې له اماراتو کتنه کړې چې یوه میاشت وړاندې د دې هېواد ۵ ډیپلوماتان او د کندهار د والي مرستیال د دې ولایت د مقام په مېلمستون کې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.

افغان امنیتي چارواکو وویل، د کندهار دغه برید له افغانستانه دباندې طرحه شوی و.

د کندهار ولایت امنيه قوماندان بیا حقاني شبکه او د پاکستان استخباراتي اداره ای. اېس. ای د کندهار ولایت د مېلمستون د حملې تر شا بللي دي.

XS
SM
MD
LG