د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

بلخ چارواکي هغه پېښه څېړي چې د "نور" ساتونکو یو کس وژلی


د بلخ چارواکي وايي هغه پېښه څېړي چې په کې د سرپرست والي عطا محمد نور ساتونکو تېره شپه يو کس د حملې په شک وژلى دى.

تېره شپه د والي ساتونکو د سرپرست والي کور ته نېږدې يو تن چې په کرولا ډوله موټر کې سپور و، اول د درېدو امر وکړ، کله چې موټرچلوونکي موټر ونه دراوه ورباندې ډزې وشوې.

د والي وياند منير فرهاد تېره شپه تر پېښې وروسته ازادي راډيو ته وويل:

"د څېړنې ډله ساحې ته تللې ده، تر اوسه يې راپور نه دى ورکړى چې ايا دغه وژل شوى کس ايا نشه و، قصدي که سهوي پېښه وه. د کور د دروازې سرتېري اول ورباندې غږ کړل چې ودرېږه، د کرولا ډوله موټر چلوونکي موټر ونه دراوه او د موانع له دروازې سره ټکر شو، په دې وخت کې سرتېري په دې ګومان چې انتحاري، يا تروريستي به وي، ورباندې ډزې وکړې."

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په خپله د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور دا مهال په کابل کې دى.

د بلخ چارواکي وايي، د پېښې په اړه به د تحقيقاتو نتيجه وروسته له رسنيو سره شريکه شي.

پخواني:

د بلخ سرپرست عطا محمد نور ساتونکو نن شپه مزارشریف کې یو کس په ډزو سره وواژه.

د بلخ مقام ویاند منیر فرهاد د یادې موضوع په تائید سره وايي چې د ښاغلي نور ساتونکو نن شپه اته بجې هغه مهال د یوه کرولا ډوله موټر یو چلوونکی په ډزو سره وواژه چې په ډېر سرعت سره د بلخ د سرپرست د کور په لور روان و او امنیتي ګواښونو ته يې پام ونه کړ.

هاخوا بیا د بلخ پولیس وايي چې د یادې پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي او په اړوند به یې جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په داسې حال کې د بلخ سرپرست عطا محمد نور د ساتونو له خوا یو کس په ډزو سره د هغه کور ته نېږدې وژل کېږي چې همدا مهال ښاغلی نور په یوه سفر کابل ولایت ته تللی.

XS
SM
MD
LG