د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ترکمنستان کې به محمدوف خپله واکمني بلې ۷ کلنې دورې ته وغځوي


په ترکمنستان کې نن خلک د یوې بلې اوه کلنې دورې لپاره ولسمشر غوره کوي.

داسې ښکاري چې دا مسئله بیخي یقیني ده چې د ترکمنستان مستبد ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف به خپله واکمني د یوې بلې اووه کلنې دورې لپاره اوږده کړي.

په دغه د ګازو بډایه هېواد کې چې نفوس یې ۵،۳ میلیونه دی، نن خلک د اوسني ولسمشر په ګډون اتو نورو کاندیدانو ته چې ډېر پیژندل شوي نه‎دي رأیې ورکوي.

بېردي محمدوف به چې د ټولنې پر ټولو اړخونو کنټرول لري، په ډېره اسانۍ له نورو اتو کاندیدانو دغه انتخابات وګټي.

هغه په عشق‎ اباد کې د خپلې رأیې له کارولو وروسته وویل چې دغه انتخابات به د راتلونکو اوو کلونو کې لپاره د خلکو سرنوشت وټاکي او زیاته یې کړه چې که دی بیا غوره شونو د خلکو د هوساینې لپاره به یې پالیسۍ دوام وکړي.

میخایل رومانوسکي Michal Romanowski چې د متحدو ایالتونو د جرمني مارشال فنډ په موسسه کې د ایوراسیا څېړونکی دی؛ وایي، په ترکمنستان کې په تېرو ۲۵ کلونو کې داسې انتخابات نه‎دي ترسره شوي چې هغه دې له درغلیو او بې نظمیو ډک نه‎وي.

پر دې سربېره په‎کې هېڅ‎کله هم داسې یو کاندید نه‎دی دریدلی چې هغه دې په دې هېواد کې د اپوزیسیون ریښتینی استازیتوب وکړي.

د ترکمنستان ټولنه تر فشار لاندې ده او په حقیقت کې خپلواکې رسنۍ په دې هېواد کې هېڅ حضور نه‎لري.

د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وویل چې د رأیو د پیل په لومړیو شپږو ساعتونو کې د خلکو ګډون په سلو کې له ۷۴ واوښت.

خو د آزادي راډیو خبریالان چې په پلازمینه عشق‎اباد کې یې د رأیې ورکولو څو مرکزونه له نېژدې لیدلي وایي چې په لومړیو ساعتونو کې ډېر لږ خلک د رأیو مرکزونو ته تلل.

د ایاګل رحیموا په نوم د عشق‎اباد یوې اوسیدنکې د رأیې ورکولو په یوه مرکز کې د خپلې رأیې له کارولو وروسته د چین یوې رسنۍ ته چې رویټرز یې خبرې را اخیستي وویل:

"زه د لومړي ځل لپاره رأیه ورکوم او ډېره خوشحاله یم. زما په نظرپه دې کې شک نشته چې دغه انتخابات به زموږ د هېواد په تاریخ کې ثبت شي او هغه به د ترکمنانو ترمنځ د یووالي او اتحاد یو بل روښانه ثبوت وي."

د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف چې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې په قدرت کې دی، نور اته رقیبان یې ډېر لږ پیژندل شوي سیمه ییز چارواکي، وکیلان او د کمپنیو مشران دي او د لومړي ځل لپاره پر یوه ګوند سربېره نورو ته هم په‎کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د چارو د کتونکو په باور دې ته په پام سره چې ناپیژندل شویو او د دولت له‎خوا د تأسیس شويو ګوندونو کاندیدان په دغو انتخاباتو کې ګډون لري، نه بریښي چې هغه دې په دې هېواد کې چې ټولې رسنۍ د دولت له خوا کنټرولېږي، کوم ستر بدلون راوړي.

که څه هم بیردي محمدوف د مخکیني ولسمشر سپرمراد نیازوف خلاف د ټول عمر لپاره ولسمشر نه‎دی اعلان شوی خو ترکمنستان تېر کال په اساسي قانون کې بدلون راوست او د جمهوري ریاست دوره یې له پنځو نه اوو کلونو ته وغځوله او هم یې د ولسمشرۍ لپاره پر کاندیدانو د د اویا کلنۍ د عمر محدودیت لېرې کړ.

XS
SM
MD
LG